ولسمشر اردوغان په نوي زیلاند کې مسلمانانو د قتل عام په مسله کې په لویدیځې نړۍ سخته نیوکه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  په نوي زیلاند کې ترسره شوی  ترهګری  برید فردي  نه  بلکې په ټولې معنا سره سازمان شوی برید دی.

1166088
ولسمشر اردوغان په نوي زیلاند کې  مسلمانانو د قتل عام په مسله کې په لویدیځې نړۍ سخته نیوکه وکړه

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د یو خصوصي تلویزیون سره  په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه  په لویدیځې نړۍ په نوې زیلاند کې د ترهګري برید په اړه چې په پایله کې ۵۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړ  د چپه خوله پاتې کیدو له امله سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل تاسې وګورۍ په ۲۰۱۵ کال کې  په فرانسه کې د شارلي هیبدو د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته  ټوله اروپا په فرانسه کې راټوله شوه. آیا همدې اروپا ددې پیښې په اړه  ولې  غږ اوچت نکړ؟  ولې پدې پیښې سترګې او غوږونه ټپ کړل؟ لویدیځوالو مطبوعاتو هم  دې پیښې ته  لکه څرنګه چې لازم وو په هغه ډول سره  انعکاس ورنکړ. هر څه يي په چپه  خوله تیر کړل.

ولسمشر په نوي زیلاند کې  په جوماتونو  د برید کوونکي  قاتل  د جزا په اړه هم  معلومات ورکړل. هغه وویل  داسې  ګونګسې  شتون لري چې  کیدای شي چې  دا برید کوونکی  په ۱۵ کاله بند محکوم شي. ایا دا کافي ده ؟ یو قاتل به راپاڅیږي  او ۵۰ تنه بې ګناه  انسانان په شهادت رسوي او بیا  به  د هغه لپاره  په عظمي توګه  ۱۵ کاله بند په نظر کې نیول کیږي. دا د منلووړ خبره نده.

ولسمشر اردوغان  د ترکېې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې عفرین سیمه د ترهګرو نه د تصفیه کولو  د لومړنۍ کلیزې نه په یادونې سره وویل « په عفرین کې  ډیرې زیاتې لاسته راوړنې شوي دي. که چیرې مونږ عفرین د ترهګرو نه تصفیه کړی نوې  نن ورځ په ترهګرو د ترکیې په سویلي پولو کې  د ترهګرو یو ډير ستر دهلیز جوړ کړی وی. د ترکیې سویلي پولو پورې غاړې به په کامله توګه د ترهګرو لخوا اشغال شوي وای. »

ولسمشر اردوغان د اروپايي ټولنې د غړیتوب اړوند د ټولنې سره  د مذاکراتو په اړه هم معلومات ورکړل. هغه وویل لکه څرنګه چې پدې وروستیو کې  تاسې ګورۍ  ځینې اروپايي چارواکي د ترکیې سره د مذاکراتو د ځنډولو غوښتنه کوي. خو هغوې دا کار کولای شي. ځکه چې  ترکیې ته  اړتیا لري.

ولسمشر اردوغان د هیواد د اقتصاد په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « اقتصاد په برخه کې هر څه  ډیره په نورماله توګه پرمخ  روان دي. ترکیه د قوي اقتصادي بڼسټ  خاوند هیواد دی. اقتصادي وضعیت د هرې ورځې په تیریدو سره  د بهبودۍ پر لورې روان دی. »



اړوند خبرونه