ولسمشر اردوغان د اسراییلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف  چې هغه يی پر ډیکټاټورۍ  تورن کړی دی  ډیر سخت غبرګون وښود.

1163172
ولسمشر اردوغان د اسراییلو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

ولسمشر اردوغان  د بیشتپې ماڼۍ  د ملت د کانګرې او کولتور په مرکز کې  د ترکیې د دیني چارو د  ریاست د وقف لخوا  د پنځم ځل لپاره جوړ شوي  د ښې ګڼې  د نړۍوالو جایزو مراسمو ته  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل « د اسراییلي  سرتیري  د کمرو  او ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې فلسطیني ماشومان، ښځې، معیوبین، پیغلې نجونې  او محسن  کسان وژني. دوې  ددې ظلمونو پر مهال  د ذرې په اندازه رحم  نکوي  خو  نتنیاهو بیا وايی چې رجب طیب اردوغان  لخوا په ترکیه کې د رسنیو د کارکوونکو  د زنداني کولو له امله  ډیر زیات  اندیښمن  او ناراحته  یو. زه په نتنیاهو  یو ځل بیا غږ کوم چې ای نتنیاهو  ته  ظالم  يي ظالم. آیا همدا نن   د انتخاباتو  په خاطر  په زرګونو تنه  فلسطیني ماشومان، ښځې، زاړه  او ځوانان  ستا  په امر  زندانونو ته  ندي اچول شوي؟ آیا  په هغه  ماشومانو  ظلم  کوونکی  ته  پخپله  نه يي؟ که چیرې  په نړۍ کې کوم ظالم  لټوۍ  هغه  د هر چا  نه  لومړی  ته پخپله يي. بیا  په ډیرې بې شرمۍ سره  په نورو تورونه  پورې کوې. ایا  نن ورځ په بیت المقدس کې زمونږ  سپڅلي  مکان او لومړۍ قبلې مسجد الاقصی  ته  د بوټانو او موزو سره  دننه کیدونکي  ستا  عسکر  او پولیس ندي؟ په مسجدالاقصی  کې  د دیني عالمانو وهوونکي  او ډبوونکي ستا  عسکر  ندي؟ ته  لومړی خپل دا شرم  بیان کړه. ته اول  ددې ظلمونو ځواب ورکړه  بیا په نورو  نیوکې کوه. هو  که چیرې  ته غواړۍ چې  مونږ  تحریک کړې  خو مونږ  ستا پدې چټلو لوبو فریب نخورو. ځکه چې مونږ د یو داسې  نړۍوال دین  لارویان  وو ستا پدې ډول  تحریکونو  فریب نه خورو.»

ولسمشر اردوغان  په لویدیځې نړۍ هم  په مصر کې په روانو اعدامونو  د سترګو پټولو له امله  ډير سخت غبرګون وښود.

ولسمشر اردوغان وویل چې  لویدیځې نړۍ  په مصر کې  د اعدام شوو ځوانانو غم  او درد  نه احساسوي. ځکه چې د هغوې هر څه  ظاهري بڼه لري. مصر څو ورځې مخکې ۹ تنه بې ګناه  ځوانان په دار وځوړول.

ولسمشر اردوغان وویل چې د  لویدیځې نړۍ او اروپايي ټولنې  نه پوښتنه کوم . همدا تاسو تر پرونه پورې  د اعدام  پر خلاف  سورې نارې نه وهلې. نن ولې  چپه خوله  ناست یاست. نن ولې  په مصر کې د روانو اعدامونو  په اړه غږ نه اوچتوۍ.  



اړوند خبرونه