د ترکیې تحصیلي بورسونو ته د نړۍ د ګوټ ګوټ نه ۱۴۵زره او ۷۰۰ تنو نوم لیکنه کړې ده .
د ترکیې د تحصیلي بورسونو په اړه لیوالتیا د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده
د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د ریاست رئیس عبدالله ایرن وویل چې د ترکیې تحصیلي بورسونو مینه وال د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي. سږ کال د نړۍ د ګوټ ګوت نه د نوم لیکنې په برخه کې ریکاټ ټینګ شوی دی.
هغه وویل پداسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې د ترکیې د تحصیلي بورسونو لپاره ۴۲ زرو تنو نوم لیکنه کړې وه په ۲۰۱۹ کال کې دا شمیره ۱۴۵زره او ۷۰۰ تنو ته لوړه شوې ده .
هغه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال لپاره د ترکیې د تحصیلي بورسونو د نوم لیکنې بهیر سرته ورسید. هغه د ټولو هغه کسانو ته چې د ترکیې د تحصیلي بورسونو لپاره يي نوم لیکنه کړې ده مننه وکړه.
هغه په بیان کې ویلي دي چې د ترکیې د تحصیلي بورسونو په اړه د نړۍ د ګوټ ګوټ نه پدې اندازه لیوالتیا موږ ته خوښې رابښي. مونږ هم پدې اندازه وړاندیزونو ته د ځواب ورکولو په خاطر د ترکیې د تحصیلي بورسونو د ظرفیت او امکاناتو د لوړولو هڅه کوو.
هغه وویل چې سږ کال د مکررو غوښتنو له مخې د نوم لیکنې بهیر موده د ټاکل شوي مودې نه وغځول شوه. ترکیې تحصیلي بورسونو ترکیه د نړۍ په کچه د لوړو زده کړو په مرکز د بدلولو د پروژې سره ډیره زیاته مرسته کوي.
هغه ویلي دي تر ۲۰۲۳ کاله پورې زمونږ هدف په ترکیه کې د بهرنیو زده کوونکو شمیره د ۱۷ زرو نه ۲۵ زرو تنو ته لوړول دي.
د ویلو ده چې ترکیه هر کال نږدې ۵۰۰۰ تنو تحصیلي بورسونه ورکوي.
د ترکیې د تحصیلي بورسونو نه یواځې د بهرنیو هیوادونو وګړي ګټه اوچتولی شي. ترکیه هر کال په انلاین توګه د تحصیلي بورسونو لپاره وړاندیزونه مني.