د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته  سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان روسیې ته لاړ

1131616
د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته  سفر وکړ.

 

 ولسمشر اردوغان  نن  د غرمې د ۱۲ نیمو بجو په شاوخوا کې  د مسکو پر لورې حرکت وکړ.

د ولسمشر اردوغان  الوتکه  د مسکو په هوايي دګر کې ښکته شوه. ولسمشر اردوغان به  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د لیدنې نه وروسته  د دواړو هیوادونو د وزیرانو په ګډون  د هیتانو ترمنځه په غونډه کې به هم  ګډون وکړي.

همداشان  وروسته  به دواړه مشران  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړي.

د ویلو ده چې  روسیې د ولسمشر اردوغان دا سفر  ځانګړی اهمیت لري. د امریکا لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې نه وروسته  ولسمشر اردوغان د لومړي ځل لپاره د خپل روس سیال  پوتین سره مخامخ لیدنه کوي.

د ولسمشر اردوغان سره  پدې سفر کې  د  د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ،ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز، د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پیک دیمیرلي او  د ملي استخباراتو  رئیس  حاکان  فیدان  ملګرتیا کوي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان به د خپل روس سیال پوتین سره  د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره  د سوریې په پرمختګونو او د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبري وکړي.

همداشان  پدې لیدنه کې به  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو په پریکړه  هم  خبرې وشي.



اړوند خبرونه