نن د اکتوبر ۲۹ مه په ترکیه کې د جمهوریت د ۹۵یمې کلیزې سره سمون خوري.
ترکیه نن د اکتوبر ۲۹ مه د جمهوریت د ۹۵ کلیزې نه د شانداره مراسمو په ترڅ کې لمانځنه کوي
د ترکیې ملي شورا د ۱۹۲۳ کال د اکتوبر په ۲۹ مه نیټه د جمهوریت د اعلانولو نه راپدیخوا هر کال دا ورځ په ټول هیواد ، په شمالي قبرس ترکي جمهوریت او د هیواد نه بهر د ترکیې په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د ترکیې د ملي اختر او جمهوریت د کلیزې په توګه لمانځل کیږي.
د هر کال په څیر سږ کال هم په ټول هیواد، شمالي قبرس ترکي جمهوریت او د هیواد نه بهر په ټولو سیاسي نماینده ګیو کې د اکتوبر د ۲۹ مې نه د ځانګړو مراسمو او خوښیو په ترڅ کې لمانځه وشوه او کیږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر ۲۹ مه د ترکیې جمهوریت د ۹۵ یمې کلیزې د لمانځونو مراسم د ترکیې جمهوریت د موسس مصطفی کمال اتاترک مزار انت کبیر په زیارت سره پيل کړل.
ولسمشر اردوغان نن سهار لومړی د ټولو دولتي چارواکیو په ملګرتیا لومړی د اتاترک مزار انت کبیر زیارت وکړ.
د ولسمشر اردوغان سره پدې مراسمو کې د ترکیې جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو، د ملیت پالو غورځنګ ګوند دولت باغچلي او ښه ګوند مشرې مرال اقشنیر هم ګډون کړی وو.
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ هیت لومړی د اتاترک په مزار د ګلانو ګیډۍ کیښوده.
وروسته د انت کبیر په ځانګړي کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل!
«عزیز اتاترکه، د ترکیې جمهوریت د ۹۵ یمې کلیزې له امله تاسې او ستاسې درانه ملګري په ډیر درنښت سره یادو. تاسې ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو. نن ورځ دا شانداره ورځ په استانبول کې د نړۍ تر ټولو د لوی هوايي ډګر د پرانیستو سره لمانځو. پداسې یو حساس وخت کې چې د هر لوري لخوا اقتصادي بریدونه دوام لري په استانبول کې د نړۍ په کچه تر ټولو د لوی هوايي ډګر پرانیستل د ترکیې د اقتصادي قوت ښکارندويي کوي.»
ولسمشر اردوغان د اتاترک د مزار انت کبیر په ځانګړي کتاب کې د لاسلیک نه په وینا کې د استانبول د دریم او نړۍ په کچه تر ټولو د لوی هوايي ډګر د پرانیستو د تاریخي مراسمو په اړه وویل ، دا هوايي ډګر د ترکیې د قوت او په تیرو ۹۵ کلونو کې د ترلاسه کړو بریالیتوبونو ښکاره سمبول دی.