د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې  ۸ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د شیکاګو پولیس په یاد شوي ښار کې د وسله والو بریدونو مخه نیولی نشي

980885
د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې  ۸ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ښار کې  ۸ تنه مړه او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا خبره د شیکاګو د پولیسو مشر کړې ده . هغه ویلي دي چې  په شیکاګو ښار کې  د یادښت د رخصتي  د ورځې  یعنې  د جمعې د شپې  راهیسې  د دوشنبې  د ورځې  تر ماسخوته  په جلا جلا  وسله والو پيښو  کې  لږ تر لږه  ۸ تنه  او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي دي چې  تیر کال  هم  په همدې رخصتۍ کې  په جلا جلا وسله والو پیښو کې  ۷ تنه مړه او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي وو.

هغه ویلي دي چې  پدې پیښو کې ځیني کسان په خپلو وسلو  په غلطۍ کې  او ځینې نور بیا  په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي.

د شیکاګو د پولیسو مشر ویلي دي چې  په یاد شوي  ښار کې  د وسله والو پيښو  د مخنیوي په خاطر  په ځانګړې توګه د رخصتیو په شپو او ورځو کې  ۱۳۰۰ تنه اضافي پولیس د سیمه ایزو پولیسو  او امنیتي ارګانونو سره  مرسته کوي. هغه ویلي دي چې  پدې سیمه کې په هر ډول چې کیږي باید ددې وژنو مخه ونیسو.

د ویلو ده چې  د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ  ددې پیښو نه یواځې څو ورځې مخکې  د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي وو چې  د شیکاګو پولیس  د موجودې بیوروکراسۍ له امله  نشي کولی  چې  د جنایاتو مخه ونیسي. هغه ویلي چې په شیکاګو کې  د مرګ ژوبلې رقم مخ په لوړیدو دی او د پولیسو وظیفه هم  ډیره  ستونزمنده ده. ترمپ هم  ویلي وو چې  په شیکاګو کې باید ددې وژنو مخه ونیول شي.



اړوند خبرونه