د ترکیې وسله والو ځواکونو په عفرین کې د پ ک ک ترهګرې ډلې ته ډیر ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې وسله والو ځواکونو تیره شپه د سوریې د عفرین په سیمه کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.
د ترکیې وسله والو ځواکونو تیره شپه د سوریې د عفرین په سیمه کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.
د ترکیې وسله والو ځواکونو تیره شپه د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند د ترهګرو او وسلو او مهماتو نه بار په یو کتار چې غوښتل يي عفرین ته تیر شي هوايي برید وکړ.
پدې برید کې د ترهګرو، وسلو او مهماتو نه بار کتار په کامله توګه له منځه وړل شوې دی.
د بله پلوه د ترکیې هوايي ځواکونو د مریمین په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د مشرانو په غونډې درانده بریدونه کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې بریدونو کې د پ ک ک د مشرانو په ګډون ۱۵ تنه ترهګر له منځه تللي دي او ګن شمیر نور ټپیان شوي دي.
د ترکیې لوی درستیزوالۍ د رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې « د ترکیې وسله والو ځواکونو د ۲۰۱۸ میلادي کال د فبروري په ۲۲ مه نيټه د پ ک ک ، ک جې ک، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرې ډلې اړوند د موټرو یو کتار چې د ۳۰ نه تر ۴۰ موټرو نه جوړ وو او یادو شوو ترهګرو ډلو ته جنګیالي، وسلې او مهمات انتقالول د عفرین ښار سویل ختیځ لورې ته په ۱۵ کیلومترۍ کې تثبیت او سمدلاسه له منځه یوړ.
پدې عملیاتو کې یواځې د پ ک ک ، ک جې ک، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو پلویانو ته ستر ځاني او مالي زیانونه اړول شوي دي او د تل په څیر د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر وروستۍ درجې پاملرنه شوې ده.»
وسله والو ځواکونو د نوموړو عملیاتو او د ترهګرو د وسلو او مهماتو نه بار د کتار د لمنځه وړو انځورونه او ویدیويي فلم هم خپور کړی دی.