قالن : ترکیه  د سوریې د اشغالولو  نیت نلري

د عفرین د عملیاتو موخه د سوري کوردانو ځپول نه بلکې د هغوې د حقونو نه دفاع ده.

894939
قالن : ترکیه  د سوریې د اشغالولو  نیت نلري

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم  قالن  وویل چې  په سوریه کې د عفرین  د عسکري عملیاتو اصلي موخه  سیمه  د ترهګرو نه پاکول  او عفرین د عفرین اصلي اوسیدونکو ته  سپارل دي.

ابراهیم قالن  په سوریه کې  د ترکیې د زیتون د څانګې د عسکري عملیاتو په اړه د بي بی سي  پوښتنې ځواب کړې.

ابراهیم  قالن ددې خبرې په ټینګار وویل چې « ترکیه  د سوریې د اشغالولو  نیت نلري. دا عملیات  موخه   د سوري کوردانو  ځپول  ندي. ددې عملیاتو نه موخه  کوردانو، عربانو او ترکمنانو ته  د هغوې حقونه سپارل دي. دا عملیات  یواځې او یواځې د ترهګرو سازمانونو پر خلاف  ترسره کیږي.»

هغه  زیاته کړه  ترکیې لکه څرنګه چې  د الباب او جرابلس  سیمې  د ترهګرو نه وژغورلې  او د سیمې اصلي اوسیدونکو ته يي وسپارلې  عفرین به هم  په ورته ډول د ترهګرو نه تصفیه  او د سیمې اصلي اوسیدونکو ته به يي وسپاري.

هغه زیاته کړه چې د پ ک ک ترهګرې دلې څانګې پ وای ډي  او وای پ جي  د تیر یو کال په دننه کې  د ترکیې په مقابل کې  تر ۷۰۰ ډیر  بریدونه ترسره کړي دي. ترکیه  مجبوره  ده  چې د خپلو پولو امنیت  ټینګ کړي. د پولو د امنیت ټینګول  د ترکیې مسئولیت  دی.

قالن  زیاته کړه چې  نړۍوالې ټولنې  پدې برخه کې ترکیه ته مخامخ تهدیدونه  په سمه توګه  درک کړي ندي خو  ددې عملیاتو ته سره يي  مخالفت هم  ندی کړی.

هغه زیاته کړه چې ترکیه د ناټو  قوي  غړی هیواد دی خو له بده مرغه چې د ناټو سازمان نه کافي مرسته نده ترلاسه کړې. قالن  هغه ټولې ادعاګانې چې ترکیه د ناټو نه  په تلو تلو کې لرې کیږي  په کله توګه رد کړې او وویل چې دا خبره امکان نلري.

قالن زیاته کړه چې  په سوریه کې د عسکري عملیاتو په خاطر د روسیې، ایران او نړۍوال ایتلاف سره  په کراتو خبرې او سلامشورې شوي دي. دا عملیات د هغوې سره په کډ کوردیناسیون کې  ترسره کیږي.

د ولسمشر ویاند  د ولسمشر اردوغان د هغه څرګندونو په اړه چې  د عفرین نه وروسته وار د منبیچ  دی  پوښتنې ځواب کړې.

ویاند وویل لکه څرنګه چې ټوله نړۍ شاهده  ده  امریکا  متحده ایالتونو  یو نیم کال  مخکې ترکیې ته  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې د منبیج نه  بهر کیږي  او وباسي په څیر  ژمنه کړې وه  خو له بده مرغه  چې د یو نیم کال په تیریدو سره  د پ وای ډي او وای پي جي ترهګرې ډلې اوس هم  په منبیج کې  دي  او خپلې ځالې لا پسې قوي کوي.

هغه  ددې پوښتنې په ځواب کې چې د عملیات به د سوریې د راتلوونکې په اړه په جوړیدونکو  غونډو  منفي اغیزې وکړي او که نه؟ داسې وویل، په اصل کې دا عملیات  پدې غونډو  مثبتې اغیزې کوي.

ځکه چې ددې عملیاتو نه وروسته به ټولو ته دا څرګنده شي  چې د سوریې د خلکو اصلي استازي  څوک  دي.

هغه  یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل « ترکیه به هیڅکله هم  په هغه  غونډو کې چې  د ترهګرو استازي ګډون وکړي  برخه وانخلي. »

هغه  ددې پوښتنې په ځواب چې  په سوریه کې پیل شوي عسکري عملیات به څه وخت پایته ورسیږي؟ داسې وویل، کیدای شي چې څو ورځې او یا څو اوونۍ دوام وکړي. تر اوسه پورې  د پلان په مطابق  پرمختګ روان  دی.



اړوند خبرونه