۹۶ تنه افغان او پاکستاني کډوال د قاچاقبرانو د منګولو وژغورل شو

په ترکیه کې  ۹۶ تنه افغان او پاکستاني کډوال  چې  د انسان قاچاقبرانو لخوا په مخفي زندان کې  پټ ساتل شوي وو  د پولیسو لخوا وژغورل شول.

857130
۹۶ تنه افغان او پاکستاني کډوال د قاچاقبرانو د منګولو وژغورل شو

په ترکیه کې  ۹۶ تنه افغان او پاکستاني کډوال  چې  د انسان قاچاقبرانو لخوا په مخفي زندان کې  پټ ساتل شوي وو  د پولیسو لخوا وژغورل شول.

تیره ورځ  پولیسو د استانبول  ښار  د  بوغازکوی په سیمه کې  د یو کور  د زیرزمیني نه  ۹۶ تنه افغان او پاکستاني کډوال  چې لاسونه يي  په زنځیرونو  تړول شوي وو  د چاقاقبرانو  د منګولو وژغورل.

د ژغورل شوو کسانو په وینا  د تیرې یوې میاشتې راهیسې  پدې زیرزمینۍ کې  د بندیان  ول  او تیره ورځ د پولیسو په مرسته وژغورل شو.

د ژغورل شوو کډوال نه یو تن  خبري رسنیو ته وویل چې یوه میاشت مخکې  ایټالیا ته  د تلو په خاطر  د قاچاقي لارو څخه  ترکیې ته راغلل چې وروسته  ددې قاچاقبرانو لاس ته وغورځیدل.

هغه وویل چې  قاچاقبرانو  ورسره  ډیر بد چلند کولو  او وخت نا وخته به يي  په وسلو تهدیدول  او د کورنیو څخه به يي ورته  پيسې  غوښتلې.

همداشان یو تن بل افغان کډوال  خبري رسنیو ته وویل چې  یوه میاشت مخکې  د قاچاقبر سره  مو  د ۵ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې  ترکیې ته او وروسته ایټالیا ته  د تلو خبره وکړه. قاچاقبرانو  د ایران له لارې  ترکیې ته راوړ  او وروسته يي بیا  د ایټالیا  په بهانه  په استانبول کې د یو کور په زیرزمینۍ کې  بندیان کړو.

لومړی  زمونږ  د ټولو  نه  ټیلیفونونه  او پيسې واخیستې او وروسته به يي د وسلې په زور  او تهدید سره  په مونږ  زمونږ  کورنیو ته  د ټيلیفون کولو. د هغوې نه به يي پيسې  غوښتلې.

هغه وویل چې  تیره ورځ  زمونږ  د ملګرو نه یو په یو ډول ځان  د زنځیرونو نه خلاص کړ او مونږ يی هم  وژغورلو  . وروسته  مو  د مرستې غوښتنه وکړه چې  بیا د سیمې خلکو پولیسو ته خبر ورکړ. هغه وویل چې  مونږ  غوښتل چې د ارام  ژوند په خاطر اروپا ته سفر وکړو خو له بده مرغه چې  د اروپا پر ځای  زندان ته وغورځیدو. 

پولیسو راورسیدل او مونږ يي  د ددې ځناورو د منګولو نه وژغورلو. پولیسو  درې تنه  قاچاقبران هم  ونیول.

نیول شوي  کډوال  د روغتیايی معاینې نه وروسته  د استانبول د کډوالو د چارو ریاست ته  وسپارل شول.



اړوند خبرونه