د ناقانونه افغان كډوالو نيول

د تركيې په شمال لوېديځ كې د ايدرنې په ولايت كې چې د بلغاريا د هېواد سره ګډه پوله لري، ۱۸۶ تنه ناقانونه كډوال ونيول شول.

829871
د ناقانونه افغان كډوالو نيول

 

 

دا كډوال چې غوښتل يې له دې لارې د يونان او بلغاريا هېوادونو ته په غير قانوني توګه واوړي د سرحدي پوليسو لخوا نيول شوي دي.

ويل كيږي چې د كډوالو ډېرى يې افغانان دي خو د سوريې، پاكستان، ايران او هندوستان د هېوادونو هېوادوال هم په كې شامل  دي.

نيول شوي كډوال د اړوندو قانوني مراحلو نه وروسته خپلو هېوادونو ته د لېږلو په موخه اړوندې ادارې ته وسپارل شول.


پيوندونه: #افغانستان , #تركيه

اړوند خبرونه