د امريكا د سفارت د يو بل كاركونكي د نيولو امر شوى.

د تركيې څارنوالۍ په استانبول كې د امريكا د جنرال قونسلګرۍ د يو كار كونكي د نيولو امر كړى دى.

823497
د امريكا د سفارت د يو بل كاركونكي د نيولو امر شوى.

 

 

د استانبول د څارنوالۍ د دفتر لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د امريكا د متحدو ايالتونو په قونسلګرۍ كې يو تن تركي كار كونكي د محضر د اخيستلو په موخه څارنوالۍ ته بلل شوى دى. ددې كار كونكي مېرمن او زوى هم د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د غړيتوب په تور چې په تركيه كې د ۲۰۱۶م كال د جولاى د ۱۵مې نېټې كودتا ترسره كړې ده، د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

په اعلاميه كې راغلي دي چې په استانبول كې د امريكا د جنرال قونسلګرۍ يو بل كار كونكي په همدې تور د روان ميلادي كال د سپتمبر د مياشتې په ۲۵مه نېټه د پوليسو لخوا نيول شوى دى. د همدې شكمن د څرګندونو پر اساس د قونسلګرۍ يو بل كار كونكى څارنوالۍ ته بلل شوى او مېرمن او زوى يې د پوليسو لخوا نيول شوي دي.


پيوندونه: #تركيه , #استانبول

اړوند خبرونه