د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته لاړ.
ایران ته د ولسمشر اردوغان مهم سفر
820060
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته لاړ.
د ولسمشر اردوغان د تهران په هوايي ډګر کې د ایران د صنایع ، معدن او سوداګرۍ وزیر محمد شریعت مداري ، په ایران کې د ترکیې لوی سفیر رضا حاکان او نورو چارواکیو لخوا هرکلی وویل شو.
د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي، د کولتور او ګرځندوی وزیر نعمان کورتولموش، کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق په ګډون هیت ملګرتیا کوي.
د ویلو ده چې د ایران ولسمشر حسن روحاني ولسمشر اردوغان ته د سعد آباد په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی ووایه.
وروسته دواړو مشرانو په لیدنې پيل وکړ.