ترکیې قطر ته نور عسکر هم واستول
ترکیې دا ځل قطر ته د عسکرو سربیره درندې وسلې هم واستولې.
ترکیې دا ځل قطر ته د عسکرو سربیره درندې وسلې هم واستولې.
ترکیې تیره شپه قطر ته ۱۷۱ تنه سرتیري او د توپان په نامه ټانکونه هم واستول.
د ترکیې د وسله والو ځواکونو شپږمه ډله تیره شپه د قطر پلازمینې دوحې ته ورسیده.
د قطر د دفاع وزارت پدې اړه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې او قطر ترمنځه د نظامي همکاریو په چوکاټ کې دوحې ته راغلي ترکي سرتیري د نورو ترکي ځواکونو سره یو ځای شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې ترکي سرتیرو د قطري ځواکونو سره په ګډه په تطبیقاتو او دندې پيل کړی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې انقره او دوحه په سیمه کې د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې د مبارزې د هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي او د سیمې د امنیت او استقرار په خاطر د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې همکاري کوي.
د ویلو ده چې ترکیې او قطر سره د دفاعي همکاریو په چوکاټ کې په نوموړي هیواد کې د عسکري هډې جوړولو په خاطر تړون لاسلیک کړی وو چې دا تړون د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۵ مه نیټه عملي او ترکیې په قطر کې عسکري هډه فعاله کړه.
ددې هډې نه موخه د دواړو هیوادونو ترمنځه عسکري زده کړو او دفاعي صنایعو په برخه کې د همکارۍ د کچې لا لوړول دي.