په ترکیه کې د بیړني حالت موده د ۳ نورو میاشتو لپاره وغځول شوه.
په ترکیه کې د بیړني حالت موده د څلورم ځل لپاره وغځول شوه
په ترکیه کې د بیړني حالت موده د ۳ نورو میاشتو لپاره وغځول شوه.
په ترکیه کې د بیړني حالت موده چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جولای په ۱۹ مه نیټه پایته رسیده تیره ورځ د ملي شورا لخوا د څلورم ځل لپاره وغځول شوه.
د ویلو ده چې پرون د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه وشوه.
د ملي امنیت د شورا په پرونۍ غونډه کې په هیواد کې د څلورم ځل لپاره د بیړني حالت د مودې د غځولو د توصیې پریکړه وشوه.
ملي امنیت شورا د وزیرانو شورا ته د بیړني حالت د غځولو په خاطر توصیه وکړه.
د وزیرانو شورا د ۳ نورو میاشتو لپاره د بیړني حالت د مودې د غځولو په خاطر ملي شورا ته وړاندیز وړاندې کړ.
ملي شورا پرون د ماښام په ساعتونو کې د بیړني حالت د مودې د غځولو په مسلې په عمومي غونډه کې غور وکړ.
وروسته رای اچونه وشوه چې په پایله کې بیړنی حالت د ۳ نورو میاشتو لپاره د غځولو پریکړه وشوه.
بیړنی حالت د اکتوبر تر ۱۹ مې نیټې وغځول شو.