له داعشه د تېښتې په زړه پورې ماجرا

دوه تنه بهرنيان چې د داعش تر كنترول لاندې سيمې نه تركيې ته په تېښته بريالي شوي دي، د تركيې د امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول.

730589
له داعشه د تېښتې په زړه پورې ماجرا

 

د امريكا تابعيت لرونكى كاري پاول كېمان او د انګلستان تابعيت لرونكى سټېفان اريټيديو چې په سوريه كې د داعش تر كنترول لاندې سيمې د خپلو كورنيو سره په تېښته بريالي شوي دي، د تركي امنيتي ځواكونو لخوا ونيول شول.

دواړه بهرنيان چې وروسته مسلمانان شوي دي، وايي چې فكر يې كولو چې البغدادي د اسلام خليفه دى او د `` سوچه`` اسلامي نظام تر بيرغ لاندې ژوند كوي.

پاول او سټېفان دوه كاله په رقه كې ژوند وكړ او د اپرېل په ۲۰مه نېټه د قاچاقبرانو په واسطه تركيې ته را وتېښتېدل. سېټفان د بنګله ديش الاصله انګليسۍ ښځې او كلېمان بيا د سوريې د تابعيت لرونكې ښځې سره د دوه كلن اسارته وروسته قاچاقبرانو ته د ۲۵۰۰ ډالرو په وركولو سره په تېښته بريالي شوي دي. دوى وايي چې د داعشي اورپكو لخوا د تركيې پولې ته نږدې سيمې پورې تعقيب شول خو په تېښته بريالي شوي دي.

كلېمان چې ۴۷ كلن دى په ۱۹۹۷م كال كې مسلمان شوى او په ۲۰۰۷م كال كې لومړى مصر او بيا دوبۍ ته تللى. هلته يې د سوريې د تابعيت لرونكې يو مسلمانې سره واده وكړى او دوه كوچنيان لري.  په ۲۰۱۵م كال كې د مېرمنې او ماشومانو سره استانبول ته راغى او له دې ځايه په غير قانوني ډول سوريې ته اوښتى دى. نوموړى وايي چې د اړيكو د ټېكنالوژۍ په برخه كې مهارت لري او د داعش تر كنترول لاندې رقه كې يې پدې ډګر كې خدمت كړى دى. په تېرو دوو كلونو كې يې دوه نور ماشومان هم زېږېدلي دي.

كلېمان وايي چې په رقه كې يې چې كله د داعش ظلمونه او وحشت وليد نو د تېښتې پرېكړې يې وكړه. د نوموړي په وينا كه څه هم يو زيات شمېر نور بهرنيان چې د تېښتې اراده يې كړې وه، نيول شوي او بيا وروسته وژل شوي دي خو دى پخپله بريالى شوى دى. كلېمان په سوريه كې ديني زده كړې وكړې خو د نظامي زده كړو نه د سرغړونې له امله يې ۱.۵ كال په زندان كې تېر كړ.

په ورته ډول سټېفان هم د خپلې مسلمانې مېرمنې سره لومړى د قبرس ټاپو ته راغلى چې له هغه ځايه ترى تم شو. سټېفان وايي چې د اسلامي تاريخ په لوستلو سره د خلافت له رژيمه اغېزمن شوى او د همدې امله سوريې ته تللى وو.  خو چې كله يې د داعش كړنې وليدلې نو ورته جوته شوه چې دا د اسلام سره اړيكې نه لري. وروسته يې د ښځو په جامو كې د تېښتې هوډ وكړ چې بريالى هم شو.

دواړه بهرنيان نيول شوي او پوليسو لخوا ترې پوښتنې كيږي.



اړوند خبرونه