د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیره شپه انقرې ته راغی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د رسمي سفر په ترڅ کې تیره شپه انقرې ته راغی.

702107
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  تیره شپه انقرې ته راغی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د رسمي سفر په ترڅ کې تیره شپه انقرې ته راغی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  چې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه انقرې ته راغلی دی نن  سهار يي  لومړی  د ترکیې جمهوریت موسس  غازي مصطفی کمال اتاترک د مزار زیارت وکړ.

ټیلرسن  لومړی  د لومړي وزیر بنعلي  ییلدرم لخوا حضور ته ومنل شو. 

د صدرات ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  پدې لیدنه کې  دوه اړخیړو اړیکو سربیره د داعش پر خلاف د مبارزې او فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  په مسلې هم خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې  د متقابلو همکاریو د لا قوي کولو په مسلې  خبرې وشوې.

ریکس  ټیلرسن به  د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شي.

همداشان  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره  په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په اړیکو  په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.

ددې سفر اصلي موضوع  د سوریې ، سیمې د مهمو مسلو او نړۍوالو پرمختګونو او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر په اړه ده.

ترکیه به یو ځل بیا  د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر نه  په امریکا کې میشت د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړي.

دواړه وزیرانو به د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به  په ترکیه کې د لیدونو کتنو نه وروسته  د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه  بروکسل ته  سفر وکړي.



اړوند خبرونه