ترهګرو  د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو  شیبو کې  استانبول  په وینو ولړه.

په استانبول کې د شپې په کلوپ د برید له امله د مړو شمیره لوړه شوه.

641596
ترهګرو  د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو  شیبو کې  استانبول  په وینو ولړه.

ترهګرو  د ۲۰۱۷ کال په لومړنیو  شیبو کې  استانبول  په وینو ولړه.

په استانبول کې  تیره شپه  د یوې  بجې  او ۲۰ دقیقو  په شاوخوا کې  یو تن ترهګر  په یو مشهور  د شپې  په  کلوپ  وسله وال برید وکړ  چې  په پایله کې  د یو تن پولیس په ګډون  ۳۹ تنه  مړه  او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ترکیې  د روغتیا  وزیر رجب اکداغ  نن  سهار خبري‌ غونډې  ته وویل چې  « تیره شپه  د استانبول  د اورتا کوی  په سیمه کې  د شپې په یو کلپ  وسله وال برید وشو چې  له امله يي  د یو تن پولیس په ګډون  ۳۹ تنو ژوند  د لاسه ورکړ  او ۶۵ تنه  نور ټپیان شوي‌ دي. د ټپیانو نه  د ۴ تنو روغتیايي‌ حالت  باریکه  دی. د پيښې په قربانیانو کې  د بهرنیو هیوادونو وګړي‌ هم  شتون لري. »

د ترکیې  د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو  بیا وویل چې « دا یو ترهګریز  برید دی. دا لا معلومه  نده  چې  برید د کومې  ترهګرې  ډلې  لخوا ترسره شوی دی. د پیښې په اړه  پراخه  څیړنې  پيل شوي‌ دي. برید کوونکی  د برید نه وروسته په تیښته  بریالی شوی دی  چې  د نیولو په خاطر  يي هر اړخیز عملیات  پيل شوي  دي. »

 د بله پلوه  هغه ادعاګانې  چې  ویل کیږي‌ برید کوونکی  د نویل بابا  په جامه  کې  برید کړی دی رد شوي‌ دي. برید کوونکی  په نورمال  پتلون  او خولۍ داره  جمپر سره  سیمې ته راغلی وو  او وسله يي  هم  په جمپر کې  پټه کړې وه. برید د کلاشینکوف  ډوله  وسلې  سره  ترسره شوی دی . د پیښې  د قربانیانو  نه  د څه باندې  ۲۰ تنو هویت  تثبیت  شوی دی چې ډیری  بهرني‌ وګړي‌ دي. »



اړوند خبرونه