په انقره كې د روسيې د سفير د وژنې په اړه د تركيې غبرګون
نن ماښام ( دوشنبه د ليندۍ ۲۹) په انقره كې د يو نندارتون د پرانيستلو د مراسمو پر مهال د روسيې د سفير اندرې كارلوف د وژل كېدو په اړه د تركيې د بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه خپره كړه.
نن ماښام ( دوشنبه د ليندۍ ۲۹) په انقره كې د يو نندارتون د پرانيستلو د مراسمو پر مهال د روسيې د سفير اندرې كارلوف د وژل كېدو په اړه د تركيې د بهرنيو چارو وزارت يوه اعلاميه خپره كړه.
د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې دا بريد په كلكو ټكو غندل شوى دى او روسي چارواكو ته د تركيې د تسليت پيغام هم وړاندې شوى دى.
په اعلاميه كې راغلي دي چې د اندرې كارلوف پر وړاندې سو قصد به د تركيې- روسيې پر اړيكو باندې منفي اغېزه ونكړي.
په اعلاميه كې راغلي دي چې د روسيې د سفير پر وړاندې د ترسره شوي سو قصد عاملين به ژر تر ژره تثبيت او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د انقرې د څارنوالۍ د معلوماتو پر اساس د بريد كوونكي هويت تثبيت شوى دى او د نوموړي په كور كې پلټنې دوام لري.
ټاكل شوې ده چې په راتلونكو شېبو كې به ولسمشر رجب طيب اردوغان د خپل روسي سيال سره د موضوع په اړه ټېلفوني خبرې وكړي.