په ادانا کې د ولایت د وداني ترڅنګ چاودنه وشوه
د ترکیې د ادانا ولایت د ولایت د وداني ترڅنګ چاودنه وشوه
د ترکیې د ادانا په ولایت کې د ولایت ودانۍ ترڅنګ د موټر په تم ځای کې چاودنه وشوه.
پداسې حال کې چې د ادانا ولایت والي پدې پیښه کې د دوو تنو د وژل کیدو او ۱۶ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی چې روغتون چارواکیو بیا د ټپیانو شمیره ۲۱ تنه اعلان کړې ده .
د ادانا والي خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د یوې ښځینه برید کوونکې لخوا شوی دی .
د هیواد د کار او ټولنیزو امنیت وزیر محمد موذن اوغلو د چاودنې په اړه خبري رسنیو ته ویلي دي چې په برید کې د ټپیانو نه د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
د ویلو ده چې د چاودنې له امله د ولایت ودانۍ ته هم د پام وړ زیان اوښتی دی.
د بله پلوه د ادانا ولایت پولیسو د برید په تړاو د موټر د تم ځای یو تن ساتونکی نیولی دی.
د هیواد د لومړي وزیر مرستیال نعمان کورتولموش د برید په اړه ویلي دي « ترکیه چې د سیمې په اړه يي پلان شوې ډیرې سترې لوبې او پلانونه شنډ کړي دي په قصدي ډول د ترهګرو په هدف بدل شوی دی . هغه ویلي دي چې ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د خپل ټول قوت او طاقت سره دوام وکړي. هغه دا برید په کلکو ټکو غندلی او د پیښې د شهیدانو لپاره يي دالله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو ته يي د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده.
د بله پلوه د هیواد د اروپايي چارو وزیر او سر مرکچي عمر چیلیک د ټولینزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې دا یو ترهګریز برید دی . هغه ویلي دي چې دا برید په کلکه توګه غندم او ترکیه به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.