د ترکیې په ولسي جرګه کې  د خلکو ډیموکراتیک  ګوند  ۱۱ تنه  وکیلان  ونیول شول.

د ترکیې د ولسي جرګې ۱۱ تنه وکیلان د پولیسو لخوا ونیول شول

603390
د ترکیې په ولسي جرګه کې  د خلکو ډیموکراتیک  ګوند  ۱۱ تنه  وکیلان  ونیول شول.

 د ترکیې په ولسي جرګه کې  د خلکو ډیموکراتیک  ګوند  ۱۱ تنه  وکیلان  ونیول شول.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  په ولسي جرګه کې د خلکو ډیموکراتیک ګوند  ۱۱ تنه وکیلان  چې پر خلاف يي  د پې کاکا ترهګري سازمان  لپاره د پروپاګند ترسره کولو، د مجرمینو نه ملاتړ او جرم  ستاینې، نفرت او دښمنۍ ته د خلکو د لمڅولو، وسله وال ترهګریز سازمان د غړیتوب، د دولت  ملي یووالي او ارضي تمامیت  د لمنځه وړو تشبص  په څیر د جلا جلا تورونو دوسیې  شتون لري او محکمې ته د تګ نه انکار کولو د پولیسو لخوا ونیول شول.

په نیول شوو وکیلانو کې د خلکو ډیموکراتیک ګوند  مشران صلاح الدین دیمیرتاش  او فیګن یوسک داغ  هم  شتون لري.

د یادولو وړ ده چې د روان کال د مارچ په میاشت کې  د ترکیې په اساسي قانون کې  د بعضو اصلاحاتو سره  په ولسي جرګه کې  د بیلابیلو ګوندونو د ۱۴۸ تنو وکیلانو قضايي   مصئونیت   چې  په محاکمو کې دوسیې  درلودې   سلب شو.

پدې چوکاټ کې  د خلکو د ډیموکراتیک ګوند مشر صلاح الدین دیمیر تاش  او فیګن یوسک داغ چې په محکمه کې  پر خلاف دعواګانو شتون درلود او محکمې ته يي د تلو نه انکار کولو  ونیول شول.

د بله پلوه  د ۱۴۸ وکیلانو نه  د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي، د جمهوریت خلق ګوند پخواني مشر دینیز بایکال، د عدالت او پراختیا ګوند وکیل نجدت اونو ور  د روانو څیړونو په چوکاټ کې  محکمې  ته حاضر او څارنوالانو پوښتنې ځواب کړې.

د خلکو ډیموکراتیک ګوند  وکیلانو بیا محکمې ته د تګ او  د بیان ورکولو نه ډډه کوله.

د هیواد  لوی څارنوالۍ  د دیارباقر، حقاري، وان، شرناک او بینګول په ولایتونو کې  د خلکو دیموکراتیک ګوند د وکیلانو د نیولو امر وکړ.

د خلکو د دیموکراتیک د ګوند  مشران  صلاح الدین دیمیرتاش په دیرباقر ولایت  او فیګن یوسک داغ په انقره کې  ونیول شول.

همداشان  د یاد شوي ګوند مشرانو سربیره  ۹ تنه نور وکیلان  هر یو فرهاد اینجو، لیلا بیرلیک، عبدالله زیدان، سلما ایرمک، ادریس بالوکن، سري ثریا اوندر، ضیا پير، ګلسر یلدرم  او نورسل ایدوغان په جلا جلا ولایتونو کې ونیول شول.

همداشان  د نیول شوو وکیلانو په کورونو کې هم  پلټنې ترسره شوې .

د بله پلوه  پولیسو  د خلکو دیموکراتیک ګوند په عمومي مرکز کې هم چاپه  اچولې ده.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې  نیول شوي وکیلان په خپله خوښه  د نه تلو له امله  د پولیسو لخوا نیول شوي  او محاکمو حضور ته بیول شوي دي.



اړوند خبرونه