ترکیې د سوریې په شمال کې ترهګرو ته غاښ ماتوونکی ګوزار ورکړ
ترکیې هوايي ځواکونو دا ځل د سوریې په شمال کې د پې کاکا ترهګرې ډلې په څانګو درانده هوايي بریدونه وکړل
د ترکیې وسله والو ځواکونو سوریې په شمال کې ترهګرو ډلو د تصفیې په موخه د پيل کړو عملیاتو په لړ کې تیره شپه د پې کاکا ترهګرې ډلې په عسکري څانګو پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو درانده هوايي بریدونه وکړل.
ترکیې وسله والو ځواکونو هله د پي وای ډي او وای پي جي په ترهګرو ډلو هوايي بریدونه وکړل چې تیره ورځ یادو شوو ترهګرو ډلو د دابق په سیمه کې د ازادې سوریې په ځواکونو د توغندیو بریدونه کړي وو. پدې بریدونو کې ۲ تنه د ازادې سوریې سرتیري شهیدان او ۵ تنه نور ټپیان شوي ول.
همداشان ترکیې جنګي الوتکو د نوموړو بریدونو په ځواب کې تیره شپه د سوریې په شمال کې د پي وای ډي او وای پي جي ترهګرو ډلو په مرکزونو پراخه هوايي بریدونه وکړل.
د ترکیې د لوی درستیزوال د دفتر لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې پدې هوايي عملیاتو کې نږدې ۲۰۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د ترکیې جنګي الوتکو تیره شپه د سوریې په شمال کې د مارات په سیمه کې د ترهګرو د تثبیت نه وروسته پراخه بریدونه وکړل.
د نوموړو هوايي عملیاتو په لړ کې د ترهګرو یو زیات شمیر زغروال ګاډي، ټانکونه، قرارګاه ګانې ، د وسلو او مهماتو ډیپوګان او موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.
د ترکیې جنګي الوتکو ددې هوايي عملیاتو نه وروسته په سیمه کې د داعش په ۴۲ نقطو بریدونه وکړل.
د ویلو ده چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې د پيل کړو عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې د ترکیې سره پوله کې ۱۲۶۰ کیلومتره سیمه د ترهګرو نه تصفیه کړې او د ازادې سوریې د ځواکونو په اختیار کې ورکړې ده.