په امريكا كې د توكمپالنې نوې پېښه

د نيويارك په ايالت كې پوليسو يوه تور پوستې ښځه په ډزو ووژله.

593362
په امريكا كې د توكمپالنې نوې پېښه

 

د خبري سرچينو د معلوماتو پر اساس دې ښځې روانې تكليف درلود. د برونكس په سيمه كې پوليسو د اپارتمان د اوسېدونكو د شكايت پر اساس د پېښې سيمې ته لاړل. ۶۶ كلنه دېبورا ډېنر چې غوښتل د يو لرګي په واسطه پر پوليس حمله وكړي د نوموړي لخوا په ډزو ووژل شول.

د هاګ بېرې په نامه قاتل پوليس له دندې لرې شوى خو بيا هم په نيويارك كې د پېښې له امله د خلكو غبرګونونه مخ په ډېرېدلو دي.

د بله پلوه د نيويارك د پوليسو مشر جېمز اونيل څرګنده كړه چې ``پوليس يې د وژلو لپاره نه بلكې د ژوند د ژغورلو په موخه روزل شوي دي. له دې امله يې د پوليسو تشكيلات په خپلو دندو كې پاتې راغلي دي.``

دا لومړى ځل نه دى چې تورپوستي د پوليسو لخوا  وژل كيږي. ورته پېښې پخوا هم پېښې شوي دي چې د تورپوستانو او بشري حقونو د مدافعينو د پراخه غبرګون سره مخامخ شوي دي.


پيوندونه: #نيويارك , #پوليس

اړوند خبرونه