تر سوريې وروسته وار د عراق دى
د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په موخه تركيه په پام كې لري چې له ډلې موصل د نيولو په موخه عمليات وكړي.
د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په موخه تركيه په پام كې لري چې له ډلې موصل د نيولو په موخه عمليات وكړي.
ولسمشر رجب طيب اردوغان د عراق د موصل او د سوريې د رقه په ښارونو كې د داعش پر وړاندې د عملياتو په اړه وويل چې د رقه په اړه يې د امريكاي مقاماتو سره خبرې كړي دي. ددې ترڅنګ په عراق كې د مركزي حكومت سره د موصل د نيولو په موخه هم سلا مشورې ته رسېدلي دي. ټاكل شوې ده چې د اكتوبر په ۱۹مه نېټه په عراق كې هم عمليات پيل شي.
ولسمشر اردوغان وويل چې`` د سوريې د رقه ښار د داعش د ترهګرې ډلې تر ټولو مهم مركز دى. سربېره پر دې د عراق د موصل ښار هم زموږ لپاره ځانګړى اهميت لري. په سيمه كې يو زيات شمېر عربان ژوند كوي.``
په موصل كې د اكتوبر د ۱۹مې نېټې د عملياتو په ترڅ كې به د عراق د مركزي حكومت او پېشمرګه ځواكونو ترمېنځ همغږي رامنځته شي. تركيه هم ددې عملياتو لپاره تياره ده.