د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  امریکا باید ترهګرو ته  پناه ورنکړي.

امریکا باید  د فتح الله ګولن په څیر  ترهګرو نه ملاتړ  او هغوې ته پناه ورنکړي.

573252
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  امریکا باید ترهګرو ته  پناه ورنکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  امریکا باید ترهګرو ته  پناه ورنکړي.

امریکا باید  د فتح الله ګولن په څیر  ترهګرو نه ملاتړ  او هغوې ته پناه ورنکړي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وکړې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د ملګروملتونو په ۷۱م عمومي اجلاس کې د ګډون په موخه  امریکا ته سفر کړی  د رویټرز سره  مرکه وکړه.

ولسمشر اردوغان  د رویټرز سره په مرکه کې د لوی ترهګر فتح الله ګولن  اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل  «  امریاک  باید هر څه ژر  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مشر فتح الله ګولن ونیسي  او ترکیې ته وسپاري، په ټوله نړۍ کې باید د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان په فعالیتونو بندیز ولګول شي . »

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا نه وروسته اعلان شوي بیړني حالت په  اړه وویل چې کیدای شي  د بیړني حالت موده  د ولسي جرګې لخوا وغځول شي.

ولسمشر اردوغان  د کډوالو د اعادې د تړون په اړه  د پوښتنې په ځواب  کې وویل چې  اروپايي ټولنې  پدې برخه کې  خپل مسولیت  ندی ادا کړی. هغه وویل چې ټولنې  د نوموړي تړون د مذاکراتو پر مهال د ترکیې سره  په کړو ژمنو عمل ونکړ . ولسمشر اردوغان  په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د بهیر د مذاکراتو په اړه وویل چې  ټولنه باید  صمیمي  چلند  وکړي.

ولسمشر اردوغان  د سوریې روان کړکیچ  ته  په اشارې سره وویل چې  « په سوریه کې باید هر څه ژر  انتقالي  حکومت رامنځته شي  . په انتقالي حکومت کې  بشار اسد ته ځای نشته. د سوریې ارضي تمامیت ته باید هر سړی  درناوی  وکړي . »



اړوند خبرونه