په ترکیه کې ښځینه پولیسو ته د دندې پر مهال د پړوني د پر کولو اجازه ورکړل شوه.
په ترکیه کې د حجاب په برخه کې تاریخي ګام پورته شو
په ترکیه کې ښځینه پولیسو ته د دندې پر مهال د پړوني د پر کولو اجازه ورکړل شوه.
په ترکیه کې په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د ډیموکراسۍ د لا قوي کولو په موخه په دولتي اداراتو کې د پړوني د په سر کولو اړوند قوي اصلاحات رامنخته کړل. ددې اصلاحاتو لمن لا پسې پراخه او ښځینه پولیسو ته د دندې پر مهال د پروني یا حجاب په سر کولو پر وړاندې موجود ټول خنډونه لرې کړل.
د ترکیې د کورنیو چارو دوزارت د یونیفورم په مقراتو کې اصلاحات نن د اګست ۲۷ مه په رسمي جریده کې د خپریدو سره رسمآ نافذ شول.
ددې له مخې ددینه وروسته په ترکیه کې ښځینه پولیسې کولی شي چې رسمي یونیفورم د خولۍ لاندې د یونیفورم سره همرنګه پړونی او یا حجاب په سر کړي.
د ویلو ده چې په نړۍ کې په دولتي اداراتو کې د یونیفورم په برخه کې بیلابیل مقررات شتون لري. د بیلګې په توګه په امریکا، انګلستان او کاناډا په څیر هیوادونو کې ښځینه پولیسو ته د رسمي یونیفورم د خولۍ لاندې د پړوني د په سر کولو اجازه ورکول کیږي.
خو د فرانسې او جرمني په څیر هیوادونو کې بیا په رسمي اداراتو او په ځانګړې توګه ښځینه پولیسو ته د دندې پر مهال پړوني د په سر کولو اجازه نشته.
په ترکیه کې دا لومړی ځل دی چې ښځینه پولیسو ته د رسمي یونیفورم سره د پړوني د په سر کولو اجازه ورکول کیږي.