د استانبول پر هوايي ډګر د بريد ګرو هويت معلوم شو.

په استانبول كې د اتاترك په هوايي ډګر باندې د تېرې شپې د خونړي بريد د عاملينو هويت چې په كې ۴۲ تنه وژل شوي او ۲۳۹ تنه نور ټپيان شوي، څرګند شو.

521653
د استانبول پر هوايي ډګر د بريد ګرو هويت معلوم شو.

 

په استانبول كې د اتاترك په هوايي ډګر باندې د تېرې شپې د خونړي بريد د عاملينو هويت چې په كې ۴۲ تنه وژل شوي او ۲۳۹ تنه نور ټپيان شوي، څرګند شو.

د امنيتي سرچينو د معلوماتو په اساس درې واړه بريد كوونكي بهرنيان دي.

په تركيه كې د دوغان خبري آژانس ويلي دي چې د بريد كوونكو نه يو يې ازبك، يو يې قېرغېز او دريم يې د روسيې د داغستان د خودمختاره جمهوريت تابعيت درلود.

پوليسو تر اوسه پورې د بريد كوونكو نومونه نه دي افشا كړي خو ويلي يې دي چې روسي بريد كوونكى شاوخوا يوه مياشت وړاندې د استانبول د فاتح په سيمه كې يو كور په كرايه نيولى وو. ددې پاسپورت له مخې يوه مياشت وړاندې تركيې ته راغلى وو.

پراخه عمليات

په هوايي ډګر ې د خونړيو ځانمرګو بريدونو نه وروسته په استانبول او نورو ولايتونو كې د داعش پر وړاندې عمليات ترسره شول. پوليسو پر يو وخت پر ۱۶ كورونو باندې چاپه اچولې ده چې د ۳ بهرنيانو په ګډون يې ۱۳ تنه نيولي دي.



اړوند خبرونه