د سوریې له لورې په ترکیې یو ځل بیا راکټي برید وشو
د سوریې له لوري په ترکیې په راتوغول شوو راکټي بریدونو کې ګن شمیر کسان ټپیان شول
499224
د سوریې له خاورې یو ځل بیا په ترکیې د راکټي بریدونو برید وشو.
د ترکیې په کلیس ښار کې د سوریې لخوا د راتوغول شوو توغندیو په پایلو کې ۵ تنه ټپیان شول.
د سوریې لخوا راتوغول شوي توغندي د ترکیې د کلیس ولایت په یوې مرکزي ولسوالۍ کې د یو کور په باغچه او کرنیزې مځکه کې لګیدلي دي.
د ویلو ده چې د پیښې له امله د شاوخوا کورونو هیندارې هم ماتې شوي دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه د کلیس ولایت دولتي روغتون ته انتقال شول.
پولیسو د پيښې پر ځای کې کلک امنیتي تدابیر ونیول او څیړنې پیل کړي دي.