د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په خلاف سخت غبرګون څرګند کړ
مولود چاوش اوغلو : امریکا د یو پلو نه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي د پلو نه د نوموړي هیواد عسکر بیا د یوې ترهګرې ډلې نښانونه په خپلو یونیفورمونو کې ټکوهي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په سوریه کې امریکايي سرتیرو ته د پې وای ډي ترهګرې ډلې نه پرته د نورو ترهګرو ډلو نښانه په لاسونو د ټکوهو وړاندیز وکړ.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د رقه د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې د امریکايي سرتیرو لخوا په لاسونو د پې کاکا ترهګرې ډلې د عسکري څانګې پي وای ډي د نښانونو د ټکولو په اړه سخت غبرګون څرګند کړ.
مولود چاوش اوغلو په انتالیا کې د مسلې اړوند د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل ً هغه کسانو ته چې وايي مونږ د وای پي جي او یا پي وای ډي ډلې ددوی لپاره ترهګرې ډلې ندي ځواب دادی ، دا په ښکاره توګه د ترهګرو ترمنځه فرق دی، دا د ښه او بد ترهګر مسله ده او دوه مخي ده.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د یو پلو نه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وايي چې د پې وای ډي ترهګره ډله د باور او اعتبار وړ ډله نده او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ترکیې نه پوره ملاتړ کوو خو د بله پلوه بیا د خپلو سرتیرو په لاسونو د ترهګرو ډلو نښانونه ټکوهي. چې ترینه پوښتنه کوو چې ولې مو داسې یو خطا ګام پورته کړی وايي چې د خپل امنیت په خاطر.
که چیرې خبره د امنیت وي نو هغوې ته زمونږ وړاندیز دادی ، کله چې د سوریې نورو سیمو ته ځي هلته دې د نورو ترهګرو ډلو لخوا داعش، النصرا او افریقا ته د تلو پر مهال د بوکو حرام د ډلې نښانه په لاسونو او یونیفورمونو ټکوهي.
هغه وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزه ادعا کوونکی او پدې برخه کې د مشرۍ دعوا کوونکي هیواد سرتیري په یونیفورمونو د ترهګرو ډلو د نښانونو ټکوهل د هیچا لپاره د منلو وړ ندي.