داوود اوغلو: د ښځو حقونه بايد له اسلامه زده كړل شي.

د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو وويل چې هغه كسان چې فكر كوي په اسلام كې ګويا ښځو ته سپكاوى كيږي بايد تاريخ ولولي.

468102
داوود اوغلو: د ښځو حقونه بايد له اسلامه زده كړل شي.



داوود اوغلو په انقره كې د ميلاد النبي ص د مراسمو په يوې غونډه كې د وينا په ترڅ كې وويل چې د نورو دينونو نه د اسلام تر ټولو مهم توپير په `خالص تسليميت` كې پروت دى.

لومړي وزير زياته كړه چې `` موږ د داسې دين لارويان يو چې د توحيد په رڼا كې مو اسلام ته غاړه ايښې ده. له الله ج پرته بل هيچا ته د تسليميت سر نه ټيټوو. نن ورځ هغه كسان چې د داعش او اسلام ترمېنځ په شباهت ټينګار كوي، يا هغه كسان چې فكر كوي اسلام ښځو ته سپكاوى كوى، لومړى دې اسلامي تاريخ مطالعه كړي. په هېڅ يو دين كې ښځو ته د درناوي په چوكاټ كې حضرت خديجې رض او يا حضرت عايشې رض ته د اسلام په پرتله ډېر درناوى نه دى شوى. دوى دې خپل تاريخ وګوري چې آيا په كې ښځو ته څومره درناوى شوى دى؟ حتى خپلې مدرنې زمانې ته دې نظر واچوي. تر ۱۹مې پېړۍ پورې `په اروپا` كې داسې بحث روان وو چې آيا ښځې روح لري او كه نه؟ ددوى په اند د ښځو له وجوده د شيطاني روح د ويستلو په موخه به يې د ښځو د سوځولو مراسم جوړول.زموږ د دين د لارښود حضرت محمد ص لخوا خپلو مېرمنو سره د چلند څرنګوالى موږ لپاره سرمشق دى. هغه حقوق او درناوى چې زموږ دين ښځو ته وركړى دى په هېڅ ځاى كې نشته دى.``



اړوند خبرونه