ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر د بروکسل بریدونه په کلکو ټکو وغندل

ترکي چارواکیو د بروکسل نني بریدونه وغندل

456124
ولسمشر اردوغان او لومړي وزیر د بروکسل بریدونه په کلکو ټکو وغندل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بلجیم د پلازمینې بروکسل نني ترهګري بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړو بریدونو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې ً ددې ترهګریو بریدونو قربانیانو کورنیو او د بلجیم خلکو ته تسلیت وړاندې کوم او د پیښې ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.

ولسمشر اردوغان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې یوه لنډه موده د مخه د پې کاکا ترهګرې ډلې په پلازمینه انقره کې او د داعش ترهګرې ډلې په استانبول کې زمونږ په لسګونو تنه هیوادوالو په شهادت ورسول او ټپیان کړل. دادی ترهګرو نن په بروکسل کې د خونړیو او منفور بریدونو سره ټولې نړۍ ته دا څرګنده کړه چې د ترهګرو ترمنځه هیڅ کوم توپیر شتون نلري.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ټول باید د هر ډول ترهګرۍ او ترهګرو پر خلاف په ګډه مبارزه وکړو . ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې ترکیه پدې سختو شپو ورځو کې د بلجیم د خلکو تر څنګ دی . د ترکیې خلک چې د مختلفو ترهګرو ډلو هدف ګرځیدلي د بلجیم د خلکو درد او غم احساسوي او د هغوي سره غمشریکي کوي.

همداشان د هیواد لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د بروکسل بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

د هیواد لومړي وزیر د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په اونیزې غونډه کې وویل چې ً زه ددې ځایه یو ځل بیا نړۍوالې ټولنې ته د داعش، پې کاکا او داسو نورو پر خلاف په ګډه د مبارزې بلنه ورکوم.

دهیواد د اروپايي چارو وزیر ولکان بوزکر هم د بروکسل د بریدونو په اړه بلجیم ته تسلیت وړاندې کړی دی .

هغه په اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې ددې بریدونو او ګواښونو د مخنیوي په خاطر باید په ګډه مبارزه وکړو او ګډ حرکت وکړو. نن ورځ پداسې یو حالت کې قرار لرو چې چې د خبرو او یا ما ویلي وو دادی بریدونه وشول په څیر خبرو ته وخت نه لرو. هر هیواد باید د ناندریو او تا ویلو ما ویلو پر ځای فقد او فقد د بې ګناه او مظلومو خلکو د ژوند نه د دفاع په خاطر هڅه وکړي.

هغه پدې پیښه کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی او د ټپیانو لپاره يي د عاجلې شفاء غوښتنه کړې ده . هغه ویلي دي ترکیه د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیات ځپل شوی هیواد دی چې تر هر چا ډیر مونږ د بلجیم د خلکو د زړونو درد ښه احساسو.



اړوند خبرونه