د استانبول د ځانمرګي هويت افشا شو.
د شنبې په ورځ د استانبول د ګڼې ګوڼې نه په ډك او نامتو واټ استقلال كې د ځانمرګي بريد د اصلي فاعل هويت څرګند شو.
454836
د تركيې د كورنيو چارو وزارت څرګنده كړه چې ځانمرګى محمد اوزتورك نوميږي او د داعش د ترهګرې ډلې غړيتوب يې درلود. ۲۴ كلن محمد اوزتورك درې كاله وړاندې د خپلې كورنۍ نه جلا شوى او بيا وروسته په سوريه كې د داعش د ترهګرې ډلې سره يو ځاى شوى وو. اوزتورك په دې موده كې د خپلې كورنۍ سره هېڅ ډول اړيكې نه دي ټينګې كړي.
د اوزتورك لخوا په خونړي بريد كې ۴ تنه بهرني سيلانيان وژل شوي ول او د ۲۴ بهرنيانو په ګډون ۳۹ تنه ټپيان شوي ول.
ددې خونړي بريد په تړاو پوليسو پينځه تنه نور هم نيولي دي.