ترکیه ددینه وروسته اروپا ته د غیرې قانوني کډوالو تیریدو ته اجازه نه ورکوي

ترکیې د اروپايی ټولنې سره د لاسلیک کړي تړون له مخې ددینه وروسته د خپل هیواد له لارې اروپا ته د کډوالو تیریدو ته به اجازه ورنکړي

449286
ترکیه ددینه وروسته اروپا ته د غیرې قانوني کډوالو تیریدو ته اجازه نه ورکوي

اروپايي ټولنې د کډوالو سره د مرستې په خاطر د ټاکل شوو دریو میلیاردو ایرو مرستې یوه برخه ترکیې ته تسلیم کړه.

ترکیې پرون وویل چې د اروپا لخوا د کډوالو لپاره د ټاکل شوې ۳ میلیاردو ایرو یوه برخه ترلاسه کړه.

همداشان پاتې برخه به يي هم په نږدې راتلونکې کې ترکیې ته وسپارل شي.

د کډوالو په اړه د ترکیې او اروپايی ټولنې ترمنځه د شوي مطابقت جزیات معلوم شول.

د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د کډوالو په اړه د شوي مطابقت له مخې به د ایژې د سمندر له لارې اروپا ته د غیرې قانوني تګ راتګ مخه په کامله توګه ونیول شي. ترکیه به دا لارې د ناقانونو کدوالو پر مخ په کامله توګه وتړي.

د بله پلوه ترکیې د کډوالو په مسله کې اروپايي ټولنې ته ځیني شرطونه او وړاندیزونه کړي چې د منلو په صورت کې به يي د یونان په پنځو ټاپو کې ګانې د کډوالو کمپونه وتړل شي او کډوال به ښارونو ته انتقال کړې شي.

همداشان د تړون او مطابقت له مخې په اروپا کې نیول کیدونکي ټول غیرې قانوني کډوال چې د ترکیې له لارې اروپا ته تللي دي بیرته ترکیې ته اعاده کړې شي.

ددې په مقابل کې به اروپايي هیوادونه د ترکیې نه سوري کډوال په خپلو هیوادونو کې په رسمي او قانوني ډول سره قبول کړي.

د نوموړي تړون له مخې د ترکیې نه اروپا ته د غیرې قانوني تګ راتګ د مخنیوي نه وروسته به اروپا ته قانوني د کډوالۍ بهیر دوام پيدا کړي.

د نوموړي تړون له مخې هغه کډوال چې د اروپا لخوا ترکیې ته سپارل کیږي ددوی له جمع نه به سوري کډوال په ترکیه کې په کمپونو کې ځای په ځای او د نورو هیوادونو لکه د افغانستان ، پاکستان او بنګلادیش وګړي به خپلو خپلو هیوادونو ته واستول شي.

همداشان د کډوالو د استولو مصارف د اروپايی ټولنې په غاړه وي.



اړوند خبرونه