په ترکیه کې د کډوالو بله فاجعه رامنځته شوه

په ترکیه کې یو ځل بیا د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه

445577
په ترکیه کې د کډوالو بله فاجعه رامنځته شوه

د ترکیې د ایدن ولایت د دیدم د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو کښتۍ چې یونان ته يي د تیریدو هڅه کوله په سمندر کې ډوبه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی. همداشان ۱۵ تنه کډوال د هیواد د سواحلو د امنیت د پولیسو لخوا ژغورل شوي دي.

د کښتۍ د ډوبیدو نه وروسته په سیمه کې د سواحلو د امنیت قومندانۍ ته د راپور د ترلاسه کولو سره سم سیمې ته درې د ژغورنې کښتۍ او یوه چورلکه واستوله. د ژغورنې ډلو ۱۵ تنه کډوال وژغورل او د ۱۸ تنو کډوالو مړي د سمندر نه راوویستل.

ویل کیږي په پیښه کې ځیني کډوال لا درکه دي چې د موندولو په خاطر يي پلټنې پیل شوي دي. د ویلو ده چې د پیښې د قربانیانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.




اړوند خبرونه