د استانبول د دریم پل چارې پایته ورسیدې
د ترکېې ولسمشر د استانبول د دریم پل وروستۍ سمنټي تخته په خپلو لاسونو کیښوده
په استانبول کې د اسیا او اروپا لویې وچې د دریم پل د جوړولو سره یو ځل بیا د یو بل سره ونخول شوې.
په استانبول کې د یعوض سلطان سلیم پل ساختماني چارې پایته ورسیدې.
د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر بن علي یلدرم خبري رسنیو ته وویل چې دا پل به د ۲۰۱۶ کال د جولای او یا د اګست په میاشت کې په فعالیت پیل وکړي.
د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر احمد داوود اوغلو د یعوض سلطان سلیم د پله نه لیدنه وکړه او د پل وروستۍ سمنټي تخته يي په خپلو لاسونو کیښوده. د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې پل نه د استانبول لپاره د یوې ډیرې مهمې او ستورې په څیر د ځلیدونکې پروژې په توګه یادونه وکړه او وویل چې دا ددې پل چارې د ښځو د نړۍوالې ورځې نه یواځې دوه ورځې د مخه پایته ورسیدې .
دا پل د ۵۹ متر سور سره د نړۍ تر ټولو پراخه او د ۱۴۰۸ مترو اوږدوالي سره د نړۍ تر ټولو اوږد او د ۳۲۲ مترو په لوړوالي سره د نړۍ تر ټولو لوړ پل دی.
ددې پل د پاسه به اته د موټرو او دوه د ریل ګاډو کرښې جوړې شي.