ترکیې یو ځل بیا په امریکا غږ وکړ چې خپل صف او دریځ روښانه کړي .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند جان کیبري د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو امریکا په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګه پي وای ډي ته د ترهګرې ډلې په سترګه نه ګوري سخت غبرګون څرګند کړ.

429987
ترکیې یو ځل بیا په امریکا غږ وکړ چې خپل صف او دریځ روښانه کړي .


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند جان کیبري د هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو امریکا په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګه پي وای ډي ته د ترهګرې ډلې په سترګه نه ګوري سخت غبرګون څرګند کړ.
چاوش اوغلو وویل چې مونږ په اصل کې د امریکا دې غلط ګام او چلند ته د حیرانتیا په سترګه ګورو.
متفق او دوست هیوادونه باید د ترهګرو ډلو او سازمانونو په اړه خپل صف معلوم کړي او وروستۍ پریکړه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو دا څرګندونې هنګري کې وکړې. چاوش اوغلو چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې هنګري ته تللی دی هلته د لیدونو کتنو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ددې وخت رارسیدلی دی چې متفق هیوادونه د ترهګرو ډلو او سازمانونو په اړه خپل صف او دریځ معلوم کړي. خپله وروستۍ پریکړه وکړي.
امریکا باید دا پریکړه وکړي چې په سوریه کې او د داعش پر خلاف په مبارزه کې متفق هیواد مونږ يو او که هلته موجودې ترهګرې ډلې؟
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کیبري په وروستیو څرګندونو کې ویلي وو چې په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې عسکري څانګه پي وای ډي ددوې لپاره ترهګره ډله نده. هغه ویلي وو چې پدې اړه د ترکیې سره په خبرو اترو بوخت دي. هغه ویلي وو چې ترکیه د امریکا دوست، متفق او شریک هیواد دی.
همداشان یو تن خبریال کیبري ته وویل ً ترکیه ادعا کوي چې ستاسې لخوا په سوریه کې پې وای ډي ډلې ته ورکړل شوې وسلې په ترکیه کې د ترهګریزو او ورانکارانه فعالیتونو په خاطر ترکیې ته راوړل شوي دي او کار ترینه اخیستل کیږي. هغه وویل چې پدې اړه خبرونه د نږدې نه تعقیبوي.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې داسې کوم غوڅ دلیل ندی موندلی چې دا ادعاګانې ثابتې کړي. امریکا کوردي جنګیالیو ته یواځې مهمات ورکړي دي . وسلې ندې ورکړي خو د ترکیې دا ادعاګانې جدي ادعاګانې دي او مونږ يي د نږدې نه تعقیبو. که چیرې دا ادعاګانې حقیقت ولري او پدې اړه غوڅ دلایل موندل شي لازم ګامونه به پورته کړو.
د یادولو وړ ده چې د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تیره اوونۍ په امریکا د سختې نیوکې سره ویلي وو چې ً غواړم د امریکا نه وپوښتم چې مونږ ستاسې متفقین یو او که د کوباني ترهګر؟
دا ځل د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ چې خپل صف معلوم کړي .



اړوند خبرونه