مارك زاكربېرګ ته د اردوغان پيغام

زاكربېرګ د جمهوري غوښتونكي ميليادر او د ولسمشرۍ د مقدماتي ټاكنو ته د نوماند ډونالډ ټرامپ په څرګندونو نيوكه كړې وه.

405665
مارك زاكربېرګ ته د اردوغان پيغام

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ په مقدماتي ټاكنو كې د جمهوري غوښتونكو د ګوند د يو تن نوماند ډونالد ټرامپ لخوا د مسلمانانو په اړه په څرګندونو باندې نيوكې وكړې او په دې اړه يې د فېسبوك د موسس او مشر مارك زاكربېرګ د نني پيغام نه ملاتړ وكړ.
ولسمشر اردوغان د خپل فېسبوك له رسمي حسابه د پيغام په خپرولو سره د ډونالډ ټرامپ د كركجنو څرګندونو پر وړاندې د فېسبوك د مشر مارك زاكربېرګ پيغام مهم وبللو او زياته يې كړه چې`` لكه څرنګه چې مې په هر ځاى كې او هر كله يادونه كړې ده، اسلام د سولې دين دى.``
مارك زاكربېرګ نن په فېسبوك كې د مسلمانانو نه په ملاتړ يو پيغام خپور كړى وو چې په كې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د آزاد او له فشاره د لرې ژوند لپاره د مبارزې وعده وركړل شوې وه.
زاكربېرګ د جمهوري غوښتونكي ميليادر او د ولسمشرۍ د مقدماتي ټاكنو ته د نوماند ډونالډ ټرامپ په څرګندونو نيوكه كړې وه.
ټرامپ تېره ورځ په يو پيغام كې وړانديز كړى وو چې امريكا ته دې د مسلمانانو پر راتګ بنديز ولګول شي.اردوغان له اسلامه د سولې د دين په توګه يادونه وكړه.
د ولسمشر رجب طيب اردوغان په پيغام كې چې په تركي ژبه خپور شوى دى داسې راغلي دي:
( لكه څرنګه چې مې په هر فرصت او هر ځاى كې يادونه كړې ده، اسلام د سولې دين دى. هغه جنايتكاره ډلې چې د سولې دين اسلام خپلو ناولو موخو ته د رسېدلو لپاره كاروي، هره ورځ معصوم انسانان او په تېره بيا مسلمانان وژني. دا مرموزې شبكې چې ځانونه داعش، القاعده، بوكو حرام او الشباب بولي په اسلامي نړۍ كې د روانو لوبو `خرڅ شوي` لوبغاړي دي. ترهګر مسلمان كېداى نشي او مسلمان ترهګر كېداى نشي.
په داسې وخت كې چې د اسلام او ترهګرۍ كلمې په بيا بيا سره يو ځاى كارول كيږي، د مارك زاكربېرګ پيغام چې د دواړو كلمو ترمېنځ لوى توپير ته يې اشاره كړې ده د قدر وړ بولم.) 


پيوندونه:

اړوند خبرونه