ترکیه کې یو ځل بیا پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو نیټه معلومه شوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دا نیټه پخپله اعلان کړه

337152
ترکیه کې یو ځل بیا پارلماني ټاکنو د ترسره کیدو نیټه معلومه شوه



د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې د لمونځ د ادا کولو نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې د جون په ۷ نیټه د ترسره شوو پارلماڼي ټاکنو نه وروسته په ولسي جرګه کې هیڅکوم سیاسي ګوند په یواځې ځان د حکومت جوړولو په اندازه کافي رایې ترلاسه نکړې.
د همدې امله د ګوندونو ترمنځه د ایتلافي حکومت په خاطر مذاکرات ترسره شول خو دې مذاکراتو هم مثبته پایله ورنکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د وخت ضایع کولو ته اړتیا نشته. د ملي شورا د ریس ښاغلي عصمت یلمز سره به د مشورتي غونډې نه وروسته د یو ځل بیا د ټاکنو د ترسره کولو اعلان وکړي.
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ایتلافي حکومت د جوړولو په خاطر ټولې لارې امتحان شوې خو مثبته پایله ترینه ترلاسه نشوه چې د همدې امله په ملي شورا کې دویم لوی د جمهوریت خلق ګوند مشر کمال کلچدار اوغلو ته به د حکومت جوړولو دنده ورنکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا به د وخت ضایع کول وي ځکه چې د سیاسي ګوندونو ترمنځه خبرې او مذاکرات شوي دي خو په تفاهم ندي رسیدلي.
ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې په هیواد کې د ترهګریزو بریدونو د کچې د لوړیدو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هیواد دښمنان په وسله والو ځواکونو خاین بریدونه کوي. سرتیري په شهادت رسوي. د هر سرتیري د شهیدیدو سره زموږ د زړونو نه هم ویني څکیږي. هو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ځینې پیښې رامنځته کیږي چې هیڅوک يي نه غواړي خو د الله په مرستې سره به بری زموږ د وسله والو ځواکونو په برخه شي. د شهیدانو د تویې شوې وینې د هر څاڅکې بدل به اخلو.
ولسمشر اردوغان وویل چې د پې کاکا او د هغوې د بهرنیو بادارانو یواځنۍ غوښتنه په هیواد کې د ناخوالو او ناامنۍ رامنځته کول او د هیواد ویشل دي. د همدې امله زموږ ملت هم اړ دی چې په خپلو منځونو کې هم دا ډول د هیواد دښمنان په نښه کړي او هغوې د خپلو کتارونو نه بهر کړي .
ولسمشر اردوغان په پای کې یو ځل بیا وویل چې د الله په مرسته به د نوامبر په لومړۍ نیټه په هیواد کې یو ځل بیا پارلماني ټاکنې ترسره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه