په تركيه كې د ايتلافي حكومت وروستۍ هلې ځلې

په تركيه كې د ايتلافي حكومت د جوړولو په موخه د هېواد لومړى وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر احمد داوود اوغلو به نن د وروستي ځل لپاره د ملتپاله غورځنګ د ګوند MHP د مشر دولت باغچه لې سره ليدنه وكړي.

330439

داوود اوغلو په پام كې لري چې ننۍ ليدنه د هېڅ ډول شرطونو پرته ترسره كړي. دواړه ګوندونه به هڅه وكړي چې خپلمنځي شخړې حل كړي او د يو متفق پروګرام د رامنځته كولو په موخه هلې ځلې وكړي. سربېره پر دې په ګډه له وخته د مخه د ټاكنو د ترسره كولو د پرېكړې په موخه به هم تصميم ونيسي.
تېره اونۍ احمد داوود اوغلو په پارلمان كې د خلكو د جمهوري ګوند CHP سره چې تر ټولو لوى مخالف ګوند دى د ايتلافي حكومت پر سره خبرې اترې وكړې خو دواړه ګوندونه سره سلا نشول.
اوس په پارلمان كې د دويم لوى مخالف ګوند MHP سره د خبرو اترو لپاره تيارى نيسي.
د تركيې د اساسي قانون د موادو له مخې كه چېرې د ټاكنو نه وروسته ګوندونه په ۴۵ ورځو كې د حكومت په جوړولو بريالي نشي نو په راتلونكو درې مياشتو كې له وخته دمخه ټاكنې ترسره كيږي.
د جون د مياشتې د ۷مې نېټې په ټاكنو كې د عدالت او پراختيا ګوند د پارلمان د ۵۵۰ چوكيو نه ۲۵۸ چوكۍ خپلې كړې وې. په يواځې ځان د حكومت د جوړولو په موخه ۵۰+۱ يعنى د ۲۷۶ وكيلانو رايې ته اړتيا ليدل كيږي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه