ترکیې ځانګړې مسلکي ځواکونه د سوریې پولو ته واستول

د ترکیې لوی درستیزوال د سوریې له لورې ترکیې ته د مخامخو احتمالي خطراتو له امله ځانګړي مسلکي ځواکونه د سوریې پولو ته واستول

330864
ترکیې ځانګړې مسلکي ځواکونه د سوریې پولو ته واستول

ترکیې په سوریه کې د روانو پرمختګونو او د نوموړي هیواد نه ترکیې ته د مخامخو تهدیدونو له امله د درندو وسلو او مهماتو نه وروسته ځانګړې ځواکونه د سوریې پولو ته واستول.
د ویلو ده چې د هیواد ځانګړې ځواکونه د ځانګړو امنیتي تدابیر په لړ کې په زریهداره موټرو کې د سوریې پولو ته واستول شول.
د هیواد لوی درستیزوالۍ د تونجعلي د ولایت د کوماندو د څلورمې لوا یو کنډک ځانګړي او مسلکی ځواکونه د سوریې پولو ته واستول.
د ویلو ده چې دا ځانګړې ځواکونه چې ټول د منصبداران په هر ډول شرایطو کې د جګړې وړتیا لري. نوموړي ځواکونه په ترکیه کې د روزل شوو ۴ لوا ځانګړو ځواکونو نه د څلورمې لوا منسوبین دي.
همداشان دې ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په ډیره عالي کچه روزل شوي دي.
د همدې امله دا ځواکونه د احتمالي جګړې په خاطر لومړنۍ کرښه کې ځای په ځای کړی شوي دي.
د هر ډول احتمالي خطراتو په صورت کې به د ترکیې له لورې لومړنۍ مداخله د همدې ځانګړو او مسلکي ځواکونو لخوا ترسره کیږي.
په پام کې ده چې د هیواد د بولو او قیصري د ولایتونو نه هم ځانګړي ځواکونه سیمې ته واستول شي.
دا ځواکونه په ډیرو پرمختللو وسلو او مهماتو سمبال دي. دا ځواکونه د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې چې د پاسه يي جنګې چورلکو او الوتکو امنیت نیولی وو سیمې ته واستول شول.
همداشان د سوریې پولو ته د ټانکونو او درندو وسلو سوقیات دوام لري.
د جهنم په نامه ډیر قوي توپونه هم د سوریې په پولو کې ځای په ځای شوي او میلونه يي د سوریې پر لورې اړولي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه