اردوغان: زموږ تاريخ پاك او حساب مو شفاف دى.

ولسمشر رجب طيب اردوغان په ۱۹۱۵ ميلادي كال كې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د رامنځته شوو پېښو په بهانې د تركيې پر وړاندې پاروونكي كمپاينونه وغندل.

272260
اردوغان: زموږ تاريخ پاك او حساب مو شفاف دى.


ولسمشر رجب طيب اردوغان په ۱۹۱۵ ميلادي كال كې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د رامنځته شوو پېښو په بهانې د تركيې پر وړاندې پاروونكي كمپاينونه وغندل.
ولسمشر اردوغان په استانبول كې د `` په سلمې كليزه كې د لومړۍ نړيوالې جګړې د اسنادو`` په نامه غونډه كې د وينا پرمهال څرګنده كړه چې تركيې داسې هېڅ نه دي كړي چې له امله يې پېښماني وښايي.
اردوغان په غونډه كې وينا پرمهال يو ځل بيا په ارمنستان باندې غږ وكړ چې خپل آرشيفونه دې د نورو پر مخ پرانيزي.
اردوغان د ارمنستان چارواكو ته په خطاب كې وويل چې `` راشئ مهرباني وكړئ. زموږ اسناد دلته دي. موږ اوسمهال په سلګونو زره او حتي تر يو ميليون زيات تصنيف شوي اسناد لرو. تاسې څومره اسناد لرئ؟ ټول را وباسئ. راځئ چې تاريخپوهانو، د سياسي علومو پوهانو، حقوقپوهانو، د آركيولوژۍ پوهانو او نورو ته دنده وسپارو چې ددې اسنادو په رڼا كې حقيقت ومومي. راځئ حقيقت پدې ډول ومومو.``
اردوغان زياته كړه چې `` ارمنستان د غير اخلاقي لارو چارو نه په ګټې اخيستلو سره د تركيې پر وړاندې د منفي كمپاين له لارې نشي كولاى چې څه لاسته راوړي.``
ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې `` موږ حقيقت د نورو هېوادونو د پارلمانونو نه د پرېكړو په صادرولو او يا هم په سركونو باندې د شعارونو د ليكلو سره نشو موندلى. د حقيقت د موندلو ځاى دا آرشيفونه دي. د دوى موخه د حقيقت موندل نه بلكې ددې لارې په تركيې باندې بريدونه او تركيې ته زيان رسوول دي. پدې برخه كې زموږ تاريخ پاك او حساب مو شفاف دى.


پيوندونه:

اړوند خبرونه