د امریکا مرستیال ولسمشر بایدن ترکیې ته راغی

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن د یو درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې تیر ماښام ترکیې ته راغی.

201258
د امریکا مرستیال ولسمشر بایدن ترکیې ته راغی

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن د یو درې ورځني رسمي سفر په ترڅ کې تیر ماښام ترکیې ته راغی.
جون باید استانبول ته د راتګ نه وروسته د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د لومړي وزیر احمد داوود اوغلو سره لیدنه وکړه .
لومړي وزیر داوود اوغلو او جو بایدن د لیدنې نه مښکې په یوې خبري ناسته کې ګډون وکړ.
د ترکیې لومړي وزیر داوود اوغلو په خبري غونډه کې د ترکیې او امریکا په تاریخي او ژورو اړیکو د ټینګار سره وویل چې دواړه هیوادونه زړې تاریخي اړیکې لري.
نوموړي زیاته کړه چې ترکیه او امریکا په سیمه کې د بحرانونو په حل کې مهم او ځانګړې رول لري. دواړه هیوادونه په ځانګړې توګه په سوریه او عراق کې د داعش د ترهګریزې ډلې پر خلاف په مبارزه کې او په سوریه کې د اسد د رژيم لخوا د ترسره شوو جنایتونو د ښکاره کولو په برخه کې نږدې همکاري لري.
لومړي وزیر داوود اوغلو زیاته کړه چې د بایدن دا سفر په اصل کې د دواړو هیوادونو ترمنځه لا پراخه سلا مشورو ته مځکه اواروي.
همداشان د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن وویل چې ترکیې ته د راتګ له امله ډیر خوښ دی . نوموړي زیاته کړه ً امریکا او ترکیه په یو بل پوره باور لري . ً
جو بایدن په بوسنیا او کوسووا په مسلو کې د دواړو هیوادونو نږدې همکاریو ته په اشارې سره وویل چې ً امریکا او ترکیه هم په سیمه ییزو او هم په ملي مسلو په ګډه کار کوي، د دواړو هیوادونو ترمنځه قوي نظامي همکاري شتون لري او په یو بل پوره باور لري . ً
جو بایدن به په ترکیه کې د خپلو لیدونو کتنو په چوکاټ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا هم حضور ته ومنل شي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن  یو څه موده وړاندې  د هارود په پوهنتون کې په خپله وینا  کې ترکیه  د داعش نه په ملاتړ تورنه کړې وه  چې دې مسلې وروسته  د ترکیې سخت غبرګون راوپارول  او بایدن  مجبور شو چې د ولسمشر اردوغان نه بښنه وغواړي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه