ترکیې د جدې د امنیتي غونډې پریکړه لیک لاسلیک نکړ

په جده کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غونډه پایته ورسیده.

122642
ترکیې د جدې د امنیتي غونډې پریکړه لیک لاسلیک نکړ

په جده کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غونډه پایته ورسیده.
سعودي عربستان د داعش د ډلې پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې تیره ورځ په جده کې غونډه جوړه کړه . پدې غونډه کې د امریکا سربیره ترکیي، مصر، اردن او د یو زیات شمیر خلیجي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو.
ترکیې د غونډې پریکړه لیک لاسلیک نکړ. د غونډې په پریکړه لیک کې راغلي دي چې ګډون کوونکي هیوادونه د اړتیا په صورت کې په عینې وخت کې د مختلفو لارو څخه د داعش پر وړاندې په عسکري حرکاتو کې د ګډون په مسلې سره په تفاهم ورسیدل.
د غونډې په پریکړه لیک کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې تش په نامه د عراق شام اسلامي دولت د سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
په پریکړه لیک کې راغلي دي چې د غونډې ګډون کوونکو په عراق، سوریه او د نړۍ په هر ګوډ کې د داعش د لمنځه وړو په مسلې هر اړخیزې خبرې وکړې.
همداشان په پریکړه لیک کې په سوریه کې هم د داعش پر وړاندې د مبارزې او د نظامي عملیاتو د ترسره کولو نه یادونه شوې ده .
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چوش اوغلو په غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د مسلې اړوند د ترکیې دریځ او نظریه بیان کړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه