د ډبرو د سكرو په كان كې د وژل شوو كاګرانو شمېره ۲۳۴ تنو ته ورسېد.

په پېښه كې لږ تر ږله ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي. اوسمهال هم د ژغورنې ټيمونه په سيمه كې د نورو كان كېندونكو د ژغورنې لپاره هلې ځلې كوي.

67596
د ډبرو د سكرو په كان كې د وژل شوو كاګرانو شمېره ۲۳۴ تنو ته ورسېد.

د سوما د ډبرو د سكرو په كان كې د وژل شوو كاګرانو شمېره ۲۰۵ تنو ه ورسېدله.
په پېښه كې لږ تر ږله ۸۰ تنه نور ټپيان شوي دي. اوسمهال هم د ژغورنې ټيمونه په سيمه كې د نورو كان كېندونكو د ژغورنې لپاره هلې ځلې كوي.
نن سهار هم شپږ تنه كارګران پداسې حال كې وژغورل شول چې شديد ټپيان شوي ول.
د هېواد د انرژۍ او طبعي زېرمو وزير تانر ييلدز چې په سيمه كې د تېرې شپې راهيسې په د ژغورنې د چارو نه څارنه كوي وويل چې عمليات په چټكۍ سره مخ په وړاندې روان دي او كيداى شي چې د قربانيانو په شمېره كې بدلون راشي.
تانر ييلدز وويل چې د مانيسا د ولايت د سوما په ولسوالۍ كې د ډبرو د سكرو پدې كان كې چې د يو بريښنايي تراسفورمر د چاودنې په پايله كې اورلګېدنه رامنځته شوه چې په لنډه وخت كې ټول كان ته يې لمن خپره شوه. د ييلدز په وينا د پېښې پرمهال په كان كې ۷۸۷ تنه كارګران په كار بوخت ول چې تر اوسه پورې يې ۳۶۳ تنه ژغورل شوي دي. د پاتې كسانو د ژغورنې په اړه عمليات روان دي.
يو زيات شمېر قربانيان د كاربن مونو اكسايد د زهرجنو ګازو د تنفس له امله وژل شوي دي. كيداى شي چې د ژغورنې د ډلې ځينې كسان هم ددې امله خپل قرباني شوي وي.
تانر يو ځل بيا د مړو د شمېرې د زياتېدو له امله اندېښنه وښودله. په سيمه كې اورلګېده اوس هم دوام لري.
د ژغورنې په ډله كې شاوخوا ۴۶۰ تنه ژغورنكي ګډون لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه