په روسیه کې د واګنر اجیر شرکت لخوا د پوتین د حکومت پر خلاف د کودتا هڅه شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر مشر ایوګیني پریګوژین لخوا پیل شوي بغاوت وروسته ملت ته په خپله وینا کې وویل: دا بغاوت زموږ د هیواد په ګټه نه دی. غدارانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

2003915
په روسیه کې د واګنر اجیر شرکت لخوا د پوتین د حکومت پر خلاف د کودتا هڅه شوې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر مشر ایوګیني پریګوژین لخوا پیل شوي بغاوت وروسته ملت ته په خپله وینا کې وویل: دا بغاوت زموږ د هیواد په ګټه نه دی. غدارانو ته به سخته سزا ورکړل شي.

 هغه وويل "دا مجرمين بايد پدې پوه شي چې  دوې ته به زموږ ځواب سخت وي." د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اجیر شرکت واګنر بنسټ ایښودونکي ایوګیني پریګوژین لخوا د پاڅون وروسته ملت ته وینا وکړه. پوتین وویل "ما د شپې په ټولو جبهو کې د اردو د قطعاتو له قوماندانانو سره خبرې وکړې، زموږ اردو په میړانه جګړه کوي.

" زه د روسیې پر خلکو، پوځیانو، امنیتي ځواکونو او هغو کسانو غږ کوم چې د درواغو او ګواښونو له لارې د وسله وال بغاوت لارې ته اړ شوي دي.

 روسیه د خپل راتلونکي لپاره سخته مبارزه کوي. د لویدیځ ټول پوځي او معلوماتي وسایل د روسیې پر ضد کارول کیږي. زه به د اساسي قانون، د اتباعو د ژوند او ازادۍ د ساتنې لپاره هر څه وکړم.

 هغه وویل، «هغو کسان چې په خپلو اتباعو بریدونه کوي‌ او د هغوې پر لورې د ټوپک میل رااړوي، له روسیې سره خیانت کوي او دوی به ددې بدل خامخا پرې کوي.» "غدارانو ته به په سخته سزا ورکړل شي" د واګنر مشر ایوګیني پریګوژین او د واګنر جنګیالیو چې په پاڅون کې یې برخه اخیستې ده، د وطن پر خلاف په ښکاره توګه خیانت کړی دی.  پوتین وویل: "نن موږ د خپل دولت د ساتنې لپاره پوره چمتو یو. هغه څه چې نن ورځ کیږي خالص خیانت دی. موږ اوس د هغو خلکو پر خلاف مبارزه کوو چې د خپلو ګټو فکر کوي. موږ د خپل پوځ ملاتړ کوو. د واګنر ځواکونو هم د روسیې لپاره خپل سرونه قرباني کړی دی. خو اوس د دوی په منځ کې غداران شتون لري. د دوی په منځ کې اوس داسې کسان هم شته چې وسله وال پاڅون یې پیل کړی دی. دا بغاوت به زموږ د هیواد په ګټه نه وي. غدارانو ته به سخته سزا ورکړل شي. اجازه راکړئ چې دا جنایتکاران پوه شي چې زموږ ځواب به سخت وي. دوی به د قانون او خلکو په وړاندې ځواب ووايي.

 هغه وویل، "زه به د اساسي قانون، د خلکو د ژوند او ازادۍ د ساتنې لپاره هر څه وکړم." "دا زموږ پر خلکو د شا لخوا د چړې ګوزار دی.

پوتین د روستوف-آن-ډون وضعیت ته په اشارې سره  چیرته چې واګنر د پوځي ودانیو کنټرول په لاس کې نیولی دی  وویل، "په روستوف آن ډون کې وضعیت پیچلی دی. د دولتي بنسټونو د فعالیت مخه ونیول شوه. خو د ثبات په لور به ګامونه پورته شي.

 هغه کړنې چې زموږ یووالی پر خلاف  دي‌  په حقیقت کې زموږ د خلکو، زموږ د وسله والو ځواکونو  پر وړاندې ښکاره خیانت  دي. د اوکراین جګړه  چې زموږ  د هیواد او  خلکو راتلونکی په کې ټاکل کیږي، د ټولو ځواکونو ګډون ته اړتیا لري.

دا یووالي، پیوستون او مسؤلیت ته اړتیا لري. "هر هغه څه چې موږ کمزوري کوي، ټولې هغه جګړې چې زموږ بهرني دښمنان ترې ګټه پورته کوي، او هغه جګړې او ختلافات چې حتا زمونږ دښمنانو ترینه ګټه اخیستنه پيل کړې ده باید یو خوا پریږدو او د هیواد د یووالي‌ او راتلوونکي‌ لپاره کار وکړو.



اړوند خبرونه