بایدن د خپلو دوو متحدینو چاپان او هند نه د بهرنیانو د دښمن په توګه یادونه وکړه
د امریکا ولسمشر جو بایډن جاپان او هند چې د امریکا دوه مهم متحدین دي د "زینوفوبیک" یا بهرنیانو دښمن هیوادونو په توګه اعلان کړل.
د امریکا ولسمشر جو بایډن جاپان او هند چې د امریکا دوه مهم متحدین دي د "زینوفوبیک" یا بهرنیانو دښمن هیوادونو په توګه اعلان کړل.
بایدن وویل چې دا هیوادونه د چین او روسیې په څیر "مهاجر نه خوښوي". د بایډن دا خبرې چې دوه اونۍ وړاندې یې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړي وزیر کیشیدا فومیو کوربه توب کړی و، جنجالونه پيل کړي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د خپل هیواد دوه مهم متحدین جاپان او هند په اړه څرګندونې وکړې. بایدن دا څرګندونې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې د کمرو څه به بنده یوه برخه کې وکړې.
د سپینې ماڼۍ لخوا نن د ولسمشر بایدن د تیرې ورځې د څرګندونو بشپړ متن خپور شو. نوموړی متن د امریکا په رسنیو کې د خپرو سره خبرونو سره ډیر زیات تناقض لري.
بایډن چې دوه اونۍ وړاندې یې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړي وزیر کیشیدا فومیو کوربه و، پرون په خپله وینا کې وویل « زموږ د اقتصاد د ودې یو لامل تاسو او ستاسو په څیر خلک دي، ځکه چې موږ امریکا د مهاجرینو د هرکلي په اړه فکر کوو. ایا تاسې کله هم فکر کړی دی چې ولې د چین اقتصاد د ستونزو سره مخ دی، ولې د جاپان اقتصاد ستونزې لري؟ ولې روسیه د ستونزو سره مخ ده؟ ولې هندوستان د اقتصادي پلوه مشکلات لري؟ دا ځکه چې دوې بهرنیان او کډوال نه خوښوي. دوې د کډوالو او بهرنیانو سره دښمني کوي.
له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر، چې په دې اړه د هغې نظر غوښتل شوی و، وویل چې د ولسمشر خبرې روښانه دي او د نورو څرګندونو اړتیا نشته.
ژان پییر وویل"ولسمشر په دې اړه تبصره کوله چې موږ د یو ملت په توګه څوک یو، موږ د مهاجرینو ملت یو، دا زموږ په DNA کې پروت دی."
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.