په امریکا کې د فلسطین پر ملاتړ په مظاهرو کې تر ۲۰۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي نیول شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو په پوهنتونونو کې د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو په ترڅ کې په دوو اونیو کې لږ تر لږه دوه زره تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

2134971
په امریکا کې د فلسطین پر ملاتړ په مظاهرو کې  تر ۲۰۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي نیول شوي دي
abd ogrenci filistin gozaltisi.jpg
abd ogrenci filistin gozaltisi.jpg
abd ogrenci filistin gozaltisi.jpg

د امریکا متحده ایالتونو په پوهنتونونو کې د فلسطین په ملاتړ د مظاهرو په ترڅ کې په دوو اونیو کې لږ تر لږه دوه زره تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

په امریکا کې د لوړو زده کړو د معتبرو موسسو په ګډون په لسګونو پوهنتونونو د اپریل له ۱۸ نیټې راهیسې په غزه کې پر ملکي وګړو د اسرائیلو د بریدونو پر ضد احتجاج  پیل کړی دی.

په دغو مظاهرو کې د ډیرو استادانو او پروفیسورانو په ګډون لږ تر لږه دوه زره مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

په داسې حال کې چې د غزې د پیوستون کمپونه چې په ټول هیواد کې د پوهنتونونو په انګړونو کې جوړ شوي وو، د پوهنتون د ادارې د فشار او د پولیسو د سختې مداخلې له امله لرې شوي دي، د کالیفورنیا په ایالت کې د پوهنتونونو کې په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو د زیاتو مظاهرو کوربه توب کړی دی.

د ویلو ده چې د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس پوهنتون په خپل تاریخ کې تر ټولو د یوې ترخې ورځې شاهدي وکړه. پولیسو پر مظاهره کوونکو د ډیرو نامتناسب ځواک نه استفاده وکړه. پولیسو د مظاهره کوونکو پر خلاف ډیر بد چلند کړی دی.

د ایالت پولیسو اعلان وکړ چې لږ تر لږه ۲۰۰ تنه مظاهره کوونکي  د پولیسو د عملیاتو پرمهال  نیول شوي او دا خلک د لاس انجلس په یوه زندان کې ساتل کیږي.

په نیو هیمپشایر، شمالي اریزونا او تولان پوهنتونونو کې  هم د مظاهره کوونکو خیمې نړول شوي او مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي .

د ویلو ده چې په نیویارک کې سیټي کالج ، سټوني بروک، بفیلو او فورډم پوهنتونونو کې چې د کولمبیا پوهنتون نه وروسته د غزې د خلکو سره د پیوستون په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی پولیسو پر مظاهره  کوونکو ډیره سخته مداخله کړې او په سلګونو تنه مظاهره کوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.


پيوندونه: #مظاهرې , #امریکا

اړوند خبرونه