چین امریکا ته خبرداری ورکړ چې ددې هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه لاس لاس واخلي
د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د سیالۍ په نوم دې د چین اساسي ګټو او امنیت ته زیان نه رسوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ واشنګټن ته خبرداری ورکړ چې د سیالۍ په نوم دې د چین اساسي ګټو او امنیت ته زیان نه رسوي.
د چین د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د چین د بهرنیو چارووزیر چین ګانګ د خپل امریکايي سیال، انتوني بلینکن سره د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې، چې تمه کیږي پدې اونۍ کې بیجینګ ته سفر وکړي.د ویلو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لوړې ارتفاع د بالون له امله د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې د رامنځته شوي بحران له امله لغوه کړې وو.
چين ګانګ د دغې ټيلیفوني خبرو په ترڅ کې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د عمده مسايلو په اړه خپل دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او ټينګار يې وکړ چې امريکا بايد د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه بنده کړي، د سيالۍ په نوم دې د دغه هېواد ملي امنيت او پرمختيايي ګټو ته له زيان رسولو لاس واخلي. "
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د فبرورۍ په میاشت کې دغه هیواد ته خپل پلان شوی سفر د هغه کړکیچ له امله لغوه کړ چې د فبرورۍ په میاشت کې د چین د لوړې ارتفاع لرونکي بالون د امریکا فضا ته له ننوتلو وروسته رامنځ ته شو.
بلینکن او چین ګنګ د دواړو هیوادونو ترمنځه د فبروري په میاشت کې د لوړې اتفاع بالون له امله د رامنځته شوي بحران له امله د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې.
اړوند خبرونه
امریکا متحده ایالتونو اسرائیلو ته د وسلو او مهماتو د انتقال بهیر درولی دی.
د بایدن ادارې تیره اوونۍ اسرائيلو ته لیږدونکو وسلو د درولو نه خبر ورکړی دی.