په استرالیا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
په استرالیا کې د واده د مراسمو د یو موټر د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په استرالیا کې د یوې ټرافیکي پيښې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د استرالیا په نیو ساوت ویل ایالت کې پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې د یو بس موټر د چپه کیدو له امله چې د واده میلمانه په کې سپاره ول لږ تر لږه لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې دا پيښه د یکشنبې په ورځ د شپې د ۱۱ نیمو بجو په شاوخوا کې بجې د ګریټا ښارګوټي ته نږدې، د سیډني شمال لویدیز شاوخوا کیلومترۍ کې د هنټر په سیمه کې چې د خپلو انګورو باغونو او د ودونو ځایونو سره مشهوره ده رامنځته شوه.
د سیمې د پولیسو یو تن مسئول ټریسي چپمن خبري رسنیو ته وویل چې دا پيښه د بس موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې ده . پولیس د ټولو مسافرو د هویت د تثبیت هڅه کوي.
د پيښې له ځایه په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې چپه شوی بس موټر په څنګ کې پروت دی.
چپمن وویل، د بس چلوونکی چې ۵۸ کاله عمر لري نیول شوی دی او تر څیړونو لاندې دی. هغه وویل داسې ښکاري چې نوموړی ددې پيښې مقصر وګڼل شي.
د پیښې په اړه څیړنې دوام لري.
د بله پلوه ویل شوي دي چې د پيښې پر مهال په سیمه کې ډیر زیات غبار شتون درلود.
د استرالیا لومړي وزیر د نوموړې پیښې په اړه ژوره خواشیني وښوده او د پيښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي وښوده.