د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان په لیبیا کې د دوه نیم ټنه اورانیمو د ورکیدو نه  خبر ورکړ.

په لیبیا کې دوه نیم ټنه اورانم ورک شوي دي

1960586
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان په لیبیا کې د دوه نیم ټنه اورانیمو د ورکیدو نه  خبر ورکړ.

 د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان په لیبیا کې د دوه نیم ټنه اورانیمو د ورکیدو نه  خبر ورکړ.

د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان ویلي دي چې په لیبیا کې  په هغه ادرس کې  چې د چارواکیو لخوا ښودل شوی وو ساتل شوي  لس بیلره اورانیم چې دوه نیم ټنه کیږي  ندي  موندلي .

 د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان لخوا د مدیره هیئت غړو ته په لیکل شوي بیان کې ، یادونه شوې چې د  لیبیا  سره د کنټرول د تضمین د تړون او اضافي پروتوکول په چوکاټ کې پدې هیواد کې د اټومي موادو  په اړه د تایید او څارنې فعالیتونه ترسره کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د مارچ په ۱۴مه د د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان مفتشینو معلومه کړه چې ۱۰ بیرله ۲.۵ ټنه طبیعي یورانیم چې چارواکو یې مخکې په یوه ټاکلي ځای کې د ذخیره کولو راپور ورکړی و، په ټاکلي ځای کې ندي موندلي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان له ټاکل شوي ځای څخه د یورانیمو د استخراج او د هغه د اوسني وضعیت د روښانه کولو لپاره اقدام کړی.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي  دي چې د نوموړې موضوع په باید هر څه ژر تحقیقات او څیړنې پيل شي  ، "د اټومي موادو د اوسني موقعیت په اړه د معلوماتو له لاسه ورکول ممکن د رادیولوژیکي خطر او همدارنګه د اټومي خوندیتوب اندیښنې رامینځته کړي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د اټومي خوندیتوب د نړیوالو معیارونو او د اټومي خوندیتوب د لارښوونو د پلي کولو لپاره په دې برخه کې اړینې مرستې ته چمتو  دی او ددې سازمان مشر  رافیل ماریانو ګروسي به په دې اړه د مدیره هیئت بورډ ته خبر ورکولو ته لړۍ ته  دوام ورکړي.


پيوندونه: #اورانیم , #لیبیا

اړوند خبرونه