د اوکراین لخوا د روسیې د بیلګورد په ښار د برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت خبر ورکړی، چې د بیلګورد په ښار کې د اوکراین د پوځ په برید کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
2138707
د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت خبر ورکړی، چې د بیلګورد په ښار کې د اوکراین د پوځ په برید کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بلګورود سیمه ایز والي ویاچسلاف ګلادکوف په خپل ټیلیګرام پاڼه کې ویلي دي چې پدې برید کې ۱۲ تنه مړه او تر ۲۰ ډیر ټپیان شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوکراین پوځ د بیلګورود په ښار کې "ترهګریز" برید ترسره کړ.
پداسې حال کې چې د کرملین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بلګورود ښار له وضعیت څخه خبر شوی، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په ټیلیګرام پاڼه کې وویل چې "د کیف اداره او لویدیځ د دې برید اصلي مسئولین دي."